د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د رېکوډېک معاهدې پر ضد احتجاجونه دوام لري


د ديسمبر پر اتلسمه، د رېکوډېک معاهدې پر ضد په کيچ کې د نېشنل پارټۍ غړيو احتجاج
د ديسمبر پر اتلسمه، د رېکوډېک معاهدې پر ضد په کيچ کې د نېشنل پارټۍ غړيو احتجاج

بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) او نېشنل پارټۍ د رېکوډېک د سرو زرو او مسو د کان پروژې په اړه د وفاقي حکومت لخوا شوې موافقې خلاف احتجاج کړی دی.

د پخواني وزيراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ، نېشنل پارټۍ غړيو د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د ديسمبر پر ۱۸مه احتجاج وکړ. مظاهره کوونکو ويل چې وفاقي حکومت دې د رېکوډېک د سرو زور او مسو استخراج حقونه د ځان سره نه ساتي بلکې دا دې صوبې ته ورکړي.

د پاکستان پارلېمان د ډېسېمبر پر ۱۲مه د "بهرنۍ پانګونې د ترویج او تحفظ" په نوم مسوده منظوره کړه او ولسمشر عارف علوي د دیسمبر پر ۱۳مه له وفاقي کابینې څخه تر منظورۍ وروسته پرې لاسلیک وکړ چې ورسره اوس هغه د قانون په توګه لازم الاجرا ده.

خو بلوڅان پر دې معاهده خوشاله نه دي. بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) په کوټه کې د مظاهرې په وخت پر بېنرونو ليکلي وو چې د پاکستان وفاقي حکومت دې د بلوڅانو وسايل نه وړي.

د دې ګوند ویاند غلام نبي مري د دیسمبر پر ۱۸مه، مشال رېډیو ته وویل چې د اتلسم اییني بدلون لاندې دې د صوبايي خودمختارۍ احترام او بلوچستان ته په خپلو وسایلو اختیار ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "زموږ مطالبه دا وه چې څو ورځې مخکې د بلوچستان اسمبلۍ، سیند اسمبلۍ، قامي اسمبلۍ او سېنیټ کې د ریکوډېک په حواله یو بیل جمع شو، یو قرارداد پاس شو، مونږ د دې مخالف یو. دا قرارداد د صوبو پر حقونو ډاکه ده."

د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د بلوچستان چاغي سیمې رېکوډېک نومې د سرو زرو او مسو د کان تړون د کاناډا له بیرک ګولډ کمپنۍ سره لاس لیک کړی چې له قامي اسمبلۍ د نوې قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته به یې د ټیکسونو اړوند اختیار د بلوچستان پر ځای له وفاقي حکومت سره وي.

تر دې وړاندې د پاکستان په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د بلوچستان مشرانو هم د دې پروژې په اړه د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د قرارداد او د پاکستان په پارلېمان کې د قانوني مسودې پر منظورۍ نیوکې کړې وې او دا کار یې د ۱۸م اییني ترمیم خلاف بللی وو.

خو د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر ټوېټر ليکلي چې د بیرک ګولډ کارپورېشن په نوم له شرکت سره د سرو زرو او مسو د استخراج موافقه د صوبې لپاره ګټوره ده. نوموړي زیاته کړې چې د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه د اته اربه امریکايي ډالرو عملي شوې موافقه د صوبې او وفاق استازو لاسلیک کړې ده.

خو بلوڅ فعالان د چارواکو پر دې خبرو مطميين نه دي. د دیسمبر پر ۱۷مه، د "بلوڅ یکجهتي کونسل" په نوم د سازمان تر چتر لاندې یوشمېر بلوڅانو د دې معاهدې په خلاف احتجاج وکړ. ویناوالو وویل چې د رېکوډيک د سرو زرو او مسو کان د بلوچستان د خلکو ملکيت دی نو ځکه یې دوی د وفاق له خوا له نړيوالو کمپنيو سره سودا نه مني.

XS
SM
MD
LG