د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونېسېف: زرګونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي


د کابل په یو روغتون کې یوه مور د خوارځواکۍ ښکار ماشوم کراروي - د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر ۲۵مې انځور.
د کابل په یو روغتون کې یوه مور د خوارځواکۍ ښکار ماشوم کراروي - د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر ۲۵مې انځور.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اندېښنه ښوولې ده چې زرګونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له لاسه د مرګ له ګواښ سره مخامخېدای شي.

د افغانستان لپاره د یونېسېف د خوړو د برخې مشرې مېلاني ګالوېن د مې پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې ۸۷۵،۰۰۰ افغان ماشومان سږ کال د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې دا یې ژوند هم ګواښلی شي.

په بیان کې ټینګار شوی دی چې د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو په خاطر کافي پیسو ته اړتیا لري.

یونېسېف خبرداری ورکړی دی چې که غړي هېوادونه ورته پیسې ور نه کړي نو ښايي زرګونه افغان ماشومان ومري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په هغه هېواد کې پر بشري بحران او د اب و هوا بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه وښوده.

ټولنې د مې پر اوومه په بیان کې وویل چې افغانستان د بشري بحران او طبیعي ناورینونو له پلوه له تر ټولو جدي ګواښ سره په مخامخو هېوادونو کې پر څلورم مقام دی او اټکل یې وکړ چې اقلیمي یا د اب و هوا بدلون د خلکو پر ژوند نور فشار هم راولي.

اخوا د خوړو پروګرام (ډبلیو اېف پي) د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۲مه یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که هغه ۸۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر چې د ملګرو ملتونو هغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، ترلاسه نه کړي نو د افغانستان بېوزله خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ کې هم خبرداری ورکړی وو چې که پیسې ترلاسه نه کړي نو مېلیونونه افغانان به له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.

ډبلیو اېف پي هغه مهال ویلي ول چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دې ادارې زیاته کړې وه چې تېر کال یې ۲۳ مېلیونو کسانو ته خوراکي مرستې رسولي، چې ۱۹ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو او خپل حکومت یې جوړ کړ. تر هغې وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، روزګار لږ او سوداګري کمه شوې ده.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی نو همدا لامل دی چې نړيوالې مرستې هم د تېر په څېر نه دي.

XS
SM
MD
LG