د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي ۹۸سلنه افغانان کافي خواړه نه‌ لري


په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف او د بشري بحران د پراخېدو ګواښ ورځ تر بلې لوړېږي - انځور له ارشیفه
په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف او د بشري بحران د پراخېدو ګواښ ورځ تر بلې لوړېږي - انځور له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، افغانستان ورځ تر بلې د خوراک له لا زیات کمښت سره د مخامخېدو په حال کې دی.

د دې پروګرام اجراییوي رییس ډېوېډ بسلي د امریکا فاکس نیوز ته ویلي، په ۲۰۲۲ز کال کې هره میاشت ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وشي. "لوږه د ټولو تر کورونو رسېدلې. وضعيت خورا خراب شوى. څه باندې ٢٣ مېلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي. پر دې برسېره نهه مېلیونه کسان همدا اوس له لوږې سره مخامخ دي. په تېرو مياشتو کې مې څو ځلې په روغتونونو کې له میندو سره کتلي او دا مې ليدلي چې ماشومان زما د سترګو پر وړاندې مري. د ژمي په رارسېدو دا وضعيت لا پسې خرابېږي، ځکه میندې به په دې اړه فکر کوي چې خپل اولادونه له لوږې وژغوري او که له يخنۍ. دا هغه وضعيت دى چې همدا اوس موږ ورسره مخامخ يو. هو، په ټوله کې وضعيت ښه نه دى."

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت او د اړتیا د پوره کېدو لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړې.

خو طالبان وايي، وضعیت دومره خراب نه دی څومره یې چې ډبلیو اېف پي یادوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې راغلي، دوی داسې مهال په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو عملیات چټکوي چې په ۲۰۲۲ز کال کې به نېږدې ۲۳ مېلیونه کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

د خوړو کمښت په اړه ویډيويي رپورټ وګورئ

امنيت راغلی خو ډوډۍ ولاړه: د کابل اوسېدونکي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام د استازې ایلن مکګروارتي له قوله لیکل شوي، "افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له داسې حالت سره مخامخ دی چې دې په خپلو ۲۰ کلونو کې نه دی لیدلی."

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، هغه هېواد ته نړیوالې مرستې ودرېدې چې له وجې یې بشري بحران پیدا شو. اوسمهال په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف او د بشري بحران د پراخېدو ګواښ ورځ تر بلې لوړېږي او دا وضعیت هره ورځ نوې کیسې زېږوي.

زربخته په کندهار کې د یوه خصوصي بانک مخې ته په دې هیله ناسته ده چې ګوندې څوک به د یوې ډوډۍ پیسې ورکړي. "نه خېمه لرم، نه کور. دلته هره ورځ راځم چې څوک به خیرات راکړي. له دولته غواړم چې مرسته راسره وکړي. خیر دی!"

له یوې خوا بېوزلي او له بلې خوا د توکو بیو پورته کېدو خلک اوس دې ته اندېښمن کړي چې سبا به څه پېښېږي؟

میرویس وايي، لویان به هر ډول ستونزې وګالي، خو نه پوهېږي چې کوچنیانو ته څه پلمه وکړي. "ګرانې ده. دومره څه نه‌ شته چې یو وچه ډوډۍ پرې واخلوو. لویان به یو څه وکړي، اوس که یو کوچنی راشي، څه به ورسره کوې، هغه خو یې غواړي."

د خوړو نړیوال پروګرام هغه سروې چې د ټېلېفون له لارې یې کړې، ښيي چې نېږدې ټول افغانان په کافي اندازه خواړه نه لري او اقتصادي سقوط به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان راتلونکی کال له ناورین سره مخامخ کړي.

د دې پروګرام سروې ښیي چې نېږدې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د هرو ۱۰ کورنیو له ډلې یې اووه خواړه په پور اخلي چې دا وضعیت یې لا نور بېوزله کوي.

خوستوال: بېکارۍ او بېوزلۍ مو ستونزې زیاتې کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

خو طالبان بیا دا راپور نه مني او وايي، حالات دومره نازک او خراب نه دي چې په دې راپور کې ښوول شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال بلال کریمي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، دوی د بېوزلۍ د ختمولو لپاره اغېرناکه پروګرامونه لري او ژر به اوسنی حالت کنټرول شي. "د هېواد په ټولو برخو کې د مرستو لړۍ روانه ده او بېوزله خلکو ته مرستې رسېږي. موږ هیله لرو چې ډېر ژر به اقتصادي ستونزې کنټرول شي او دا به لنډ مهالې وي. دا وېروونکي راپورونه چې کله نا کله د نړیوالو سازمانو له خوا خپرېږي، ردوم او په واقعیتونو ولاړ نه دي."

طالبان داسې مهال پر ستونزو د بر لاسي کېدو ډاډ ورکوي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، افغانستان په نړۍ د بشري وضعیت له اړخه "تر ټولو ځپل" شوی هېواد بللی.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم د نېږدې درې نیم میلیونه ماشومانو په اړه چې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې ول چې که بېړنۍ مرستې ورسره و نه شي، ژوند به وبایلي. ډبلیو اېف پي د روان کال له پیل راهیسې له شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې او وايي، یوازې په نومبر میاشت کې یې اووه میلیونو کسانو ته مرستې رسولي.

XS
SM
MD
LG