د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په سوات کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د سوات په مینګوره کې پولیس د پوستې مخې ته پهره کوي ـ پخوانی انځور.
د سوات په مینګوره کې پولیس د پوستې مخې ته پهره کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیسو ادعا کړې ده چې په بنجوټ کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي دي.

د سوات د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د جون پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې سرتېرو دوه مشکوک کسان د پلټنو لپاره بیول چې په لاره کې یې پټ وسلوال ملګري ورباندې ډزې وکړې.

په بیان کې راغلي چې پولیسو هم پر وسلوالو ډزې وکړې چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو د دعوې تصدیق نه شي کولای. خو د بنجوټ اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د ډزو د پېښې ځای ته چې ورغلل نو هلته درې مړي پراته ول. دوی وايي، هغه مړي یې له پولیسو سره یو ځای د غره له سره پورته کړل او بیا پولیسو له ځان سره یوړل.

د پولیسو په وینا، د جون شپږمې د پېښې په وژل شویو کې هغه دوه کسان هم شامل دي چې په وروستیو کې یې د بنجوټ سیمې له يوه غاره نیولي ول.

هغه مهال د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور په سوات کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې هغه کسان د "سليم رباني ګروپ" په نامه د یوې ډلې غړي دي او د "ترهګرۍ، د خلکو په تښتولو او هدفي وژنو" په پېښو کې ککړ ول.

ګنډه پور د سليم رباني ګروپ په اړه ډېر معلومات نه ول ورکړي او هغې ډلې هم لا په دې اړه څه ويلي دي.

البته د پولیسو مشر ویلي ول چې په نیول شویو کې د یو کس د تره زوی ذاکر الله نومېږي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړی دی. ګنډه پور ټینګار کړی وو چې ذاکر الله یوشمېر استخباراتي او امنيتي ادارو ته مطلوب دی.

هغه زیاته کړې وه چې دواړه نيولي کسان د مې پر ۲۳مه په ليرې پرتې غرنۍ سیمې بنجوټ کې په حمله کې ککړ ول.

پر هغه ورځ د وسلوالو په ډزو کې يو ملکي‌ وګړی وژل شوی او يو پولیس زخمي شوی وو. د ملاکنډ ډېوېژن پوليسو مشر ناصر محمود ستي د مې پر ۲۳مه خبريالانو ته ويلي‌ ول چې د منګلور په بنجوټ کې ځایي خلکو د وسلوالو لاره ونیوله چې ورسره د دواړو خواوو ترمینځ ډزې پیل شوې. په ډزو کې يو ولسي وګړی ووژل شو او کله چې پولیس هلته ورسېدل نو له وسلوالو سره یې په نښته کې یو سرتېری ژوبل شو.

پولیسو هغه مهال زیاته کړې وه چې دوه مشکوک وسلوال تر تېښتې وروسته یو غار ته ننوتي ول او لټون یې کوي.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا د یوشمېر سیمو په څېر په سوات کې هم ناامني زیاته شوې ده. د وسلوالو په حملو کې ګڼو ولسي وګړو، قومي مشرانو او پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده دی.

د سوات اوسېدونکو په وروستيو کې په بیا بیا دعوه کړې چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشرانو پر حکومت غږ کړی چې وسلوال بیا منظمېدو ته پرېنږدي.

حکومت وايي، سوات ته یې اضافي سرتېري استولي دي. پوځ ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د وسلوالو د فعاليتونو مخه نيولې ده. د پوځ په خبره، امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG