د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوال وايي که غوښتنې یې نه منل کېږي نو د کوټې پر لوري لاریون پیلوي


په چمن کې د پرلت ګډونوال وايي بې له پاسپورټ او ویزې دې د تګ راتګ اجازه ورکړای شي - د نومبر ۱۷مې انځور.
په چمن کې د پرلت ګډونوال وايي بې له پاسپورټ او ویزې دې د تګ راتګ اجازه ورکړای شي - د نومبر ۱۷مې انځور.

په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط پر ضد د احتجاجي ناستې مشران وایي، که غوښتنې یې نه منل کېږي نو پرلت په لاریون بدلوي او د بلوچستان مرکز کوټه به بنده کړي.

د پرلت وياند صادق اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۳مه، له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د خلکو صبر تمام دی او که هره ګډوډي جوړه شي نو ذمه وار به یې نګران حکومت وي.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره دې د چمن د لارې د ځايي خلکو تګ راتګ يا په شناختي کارډ او يا هم په کوم بلې اجازتنامې (پرمټ) وشي، خو د پاکستان نګران حکومت تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.

په چمن کې د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

پرلتوالو سره د خواخوږۍ ښوولو لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د بلوچستان په ټولو ضلعو کې د مظاهرو اعلان کړی دی.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړی دی.

حکومت وايي چې دا کار د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوي لپاره اړین دی او له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۳مه خبري غونډه کې ويلي ول چې د دوو هېوادونو ترمینځ بې له پاسپورټ او ویزې د سفر کولو اجازه نه شي ورکولی.

نوموړي البته زیاته کړې یې وه چې له مظاهرچیانو سره مذاکراتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG