د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له خپلې خاورې څخه افغانستان ته پر واردېدونکو مالونو نوې مالیه لګوي


د افغانستان لپاره وارد شوي مالونه د کراچۍ بندر ته تر رسېدو وروسته د پاکستان له خاورې لېږدول کېږي ـ پخوانی انځور
د افغانستان لپاره وارد شوي مالونه د کراچۍ بندر ته تر رسېدو وروسته د پاکستان له خاورې لېږدول کېږي ـ پخوانی انځور

د پاکستان حکومت د هغه هېواد له لارې افغانستان ته پر لېږدېدونکو مالونو د ټیکس لګولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د کسټم (ګمرک) چارو ادارې د اکتوبر پر درېیمه ویلي چې پاکستان له خپلې خاورې څخه د تېرېدونکو مالونو پر سر د پروسېس فیس په نوم ۱۰ فیصده مالیه یا تعرفه لګولې ده.

ادارې ویلي د دې پرېکړې موخه دا ده چې پاکستان ته د سامانونو د قاچاق مخه ونیسي.

هغه هېوادونه چې له بحر یا سمندر سره پوله یا ورته لاره نه لري، له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزېټ موافقې کوي او بیا د هغوی د سمندري اډو له لارې مالونه واردوي.

د افغانستان په نوم وارد شوي مالونه د کراچۍ بندر ته تر رسېدو وروسته د ټرانزېټ تړون له مخې د پاکستان له خاورې تېرېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د اسلام اباد د تازه اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د افغان ټرانزېټ تړون له لارې کاروبار کونکي او اقتصاد پوهان وایي چې د کسټم ادارې د تازه پرېکړې پاکستان ته ګټه کمه او تاوان یې زیات دی.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ټرانزېټ له لارې کاروبار کوونکی ګلاب خان شینواری وایي، هغه هېوادونه چې له یو بل سره هغه ډول تړونونه لري، بې له ټیکسونو لګولو سوداګري کوي.

هغه مشال راډیو ته وویل له دې پرېکړې سره به ګڼ سوداګر، مزدوران او نور خلک اغېزمن شي.

دی وايي، که مالیه عملي شي، نو "افغان تاجران به مالونه نه راوړي."

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د اقتصاد استاد پروفیسر ډاکټر جاوید اقبال وایي دا پرېکړه سیاسي پس منظر لري.

هغه د اکتوبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، له دې پرېکړې سره قاچاق د کمېدو پر ځای زیاتېدای شي. "اصولاً خو ټیکس لګول نه دي په کار، خو زما په خیال د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې ښې نه دي او دلته مقصد اقتصادي نه بلکې سیاسي دی. له دې سره به د دواړو ملکونو تجارتي تعلقات خراب شي او کېدای شي افغانستان هم داسې یوه پرېکړه وکړي. اوس چې دا ټیرېف (تعرفه یا نرخ) سېوا شي نو د [ګټې] پرتله به سمګلنګ (قاچاق) زیات شي."

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمینځ تعلقات ساړه شوي دي. اسلام اباد تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي چې له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی چې وسلوالو ته یې پټنځایونه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګري کمه شوې ده او د افغانستان پخواني جمهوري حکومت له اسلام اباد سره د ټرانزېټ موافقې د غځولو او پکې د بدلونونو لپاره مذاکرات کړي ول.

XS
SM
MD
LG