د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د ۵م تلین په غونډو کې د هغه مبارزه وستایل شوه


ارمان لوڼی او د هغه خور وړانګه لوڼۍ. عکس له ارشېفه
ارمان لوڼی او د هغه خور وړانګه لوڼۍ. عکس له ارشېفه

د بلوچستان په بېلا بېلو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ پروفېسر محمد ابراهیم ارمان لوڼي پينځم تلین ولمانځل شو.

د فبرورۍ پر دوېیمه د لمانځغونډو ګډونوالو له حکومته غوښتي چې د ارمان لوڼي وژونکو ته دې سزا ورکړي او دغه راز د غورځنګ د مشر منظور پشتين په ګډون د پي ټي اېم ټول نيول شوي غړي دې زرترزره خوشې کړي.

په کلا سېف الله کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې پښتانه ځوانان بايد د ارمان لوڼي پر کار ځان خبر کړي "ارمان لوڼي د وطن د جوړښت خبره کوله. هغه به ويل چې زما د وطن وګړو ته به د انسان په نظر ګورئ."

هلته د کوټې تلینغونډې ته د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ ګیله من وزیر وویل چې تازه له زندانه خلاص شوی خو کور ته د تلو پر ځای د ارمان لوڼي تلینغونډې ته ورغلو. هغه د شعر په ژبه د زندان د سختیو په اړه حالات هم بیان کړل.

ګیله من وزیر او نورو ګډونوالو د ارمان لوڼي مبارزه وستایله او هغه یې د پښتون قام یو نه هېرېدونکی سیاسي مبارز یاد کړ او هغه ته یې عقیدت وړاندې کړ.

غونډې ته په وینا کې سیاستوال او قبایلي مشر ملک عبدالمجید کاکړ وویل چې پروفیسر ارمان لوڼی ملتپاله شاعر او د ځوانانو لارښود وو. "ارمان ځوانانو ته هغه لاره ورښووله چي ځوانان له منشیاتو راګرځوي، د کلاشنکوف څخه یې راګرځوي او قلم په لاس ورکوي. ارمان به ویل چې هسپتالونه دې وران وي او د لوبو مېدانونه دې اباد وي. ارمان د ډېرې غریبي کورنۍ سره تړاو درلود. په کویله کې یې کار کاوه، بیا خیاط وو خو ځوانانو ته یې ویل چې د قلم له لارې انقلاب راولئ."

ارمان لوڼی که څه هم په پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ادبي ډګر کې فعال وو خو نوموړي له هغه وروسته زیات شهرت وموند چې کله پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو.

ارمان لوڼی به د یاد غورځنګ په هره لویه غونډه کې نه یوازې شریک وو بلکې تر غونډې به‌ څو ورځې وړاندې لا په هغه سیمه کې د خلکو د هڅولو لپاره ګرځېدو.

پښتون ژغورنې غورځنګ ارمان لوڼی "ملي شهید" بولي او د هغه مبارزه "د پښتنو ځوانانو لپاره د لارې مشال بولي."

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو. پښتون ژغورني غورځنګ تور پورې کوي چې هغه د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي.

د بلوچستان صوبايي حکومت هغه مهال د لوڼي تر مړینې وروسته د طبي معاینو د رپورټ پر اساس ویلي ول چې نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو.

ارمان لوڼی څوک وو؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG