د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه به د جنګونو مخنیوي لپاره کور په کور ګرځي: وړانګه لوڼۍ


وړانګه لوڼۍد ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه د جانیخېلو پرلت ته وینا کوي.

د بنو په جانيخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف د هغه له مړي سره د ناستو احتجاجيانو پرلت ۱۵مې ورځې ته واوښت، خو لا یې د سرکاري جرګې له پلاوي سره په خبرو کې جوړجاړی نه دی شوی.

د پرلت یوه منتظم عیدالرحمان وزیر د جون پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل، سرکاري جرګې ته یې د امن باوري کولو لپاره هم د هغه مخکیني لیکلي تړون خبره تکرار کړې چې د مارچ په میاشت ورسره شوی وو. دی وايي چې پر هغه تړون "عملي اقدام غواړي، بل هېڅ نه غواړي، چې مطمین شي نو پرلت به پای ته ورسوي."

له پېښوره تر کوټې د پښتنو ملتپالو سیاسي ګوندونو او ډلو استازي دې پرلت ته د پيوستون په موخه ورغلي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د جون پر ۱۳مه له کلاسیف الله څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه وړانګه لوڼۍ هم ورغلې وه.

هغې په خپله وینا کې وویل پښتانه به یو کېږي، خپلې موخې به ټاکې او د خپلو ستونزو د هواري هڅې به کوي.

د وړانګې لوڼۍ په خبره، "موږ به ناست یو، خپل ولس ته به هر څه ښیو، موږ امن غواړو، خو دوی یې نه راکوي. موږ د ځان ژغورنه غواړو، روزانه ولې وژل کېږو؟ پر دې به ځان پوهوو، د دې به حل لټوو، ټول پښتانه به راغونډېږي، د دې جنګونو مخنیوی به کوو، کور په کور به ګرځو."

د جانیخېلو اوسېدونکو د مارچ په میاشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته د هغوی له مړو ښخولو انکار کړی وو او پرلت یې وهلی وو. وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دې ځوانانو په وژنه کې ککړ به "ژر انجام ته رسوي، تحقیقات به کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راولي."

په هغه معاهده کې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر په ګډون ګڼ حکومتي چارواکي شامل ول.

بلخوا لوړ پوړو حکومتي او امنیتي چارواکو هم په بیا بیا مشال رېډیو ته ویلي، چې د بنو کمېشنر او نورو چارواکو په مشرۍ یې د جانيخېلو له مشرانو سره خبرې روانې دي.

د دوی په خبره، له هغو مشرانو سره "کړی لیکلی تړون به عملي کېږي، په جانيخېلو کې د امن باوري کولو لپاره یې هڅې کړي دي" او زیاتوي چې په جانیخېلو کې د وسله والو پر ضد پر عملیاتو باندې هم غور کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG