د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تازه ورښتونو او سېلابونو نوره مرګژوبله اړولې ده


په سوات کې د بارانونو له وجې په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.
په سوات کې د بارانونو له وجې په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تازه بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۹ ژوبل دي.

د اپرېل پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا سوات په بریکوټ کې تندر پرېوتی چې یو تن پکې وژل شوی دی.

په سوات کې د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي چې د تندر پرېوتو په پېښه کې شپږ کسان ژوبل شوي هم دي چې د درملنې لپاره یې روغتون ته لېږدولي دي.

د سوات اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په د باران او ږلۍ له وجې یې فصلونو او باغونو ته هم زیان رسېدلی دی.

په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر ۲۷مه او ۲۸مه د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د دوو ښځو په ګډون پینځه تنه وژل شوي او د پینځو ماشومانو په شمول اته تنه ژوبل دي.

دی وايي چې د مرګژوبلې هغه پېښې په باجوړ، بټګرام، بونېر او کوز او بر دیر ضلعو کې شوې دي.

په دې توګه په خیبر پښتونخوا کې د اپرېل له ۱۱مې راهیسې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی.

اخوا په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

ادارې د اپرېل پر ۲۷مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

پي ډي اېم اې زیاتوي چې په تېرو شاوخوا درو ورځو کې د بارانونو او ږلۍ له وجې کې سېلاب راغلی چې پکې کورونو او د یوشمېر نورو ودانیو ترڅنګ سړکونو ته هم زیان اوښتی دی.

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت د زیانونو معلومولو لپاره سروې پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې هم د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) وایي چې امکان دی چې په اپرېل کې د بارانونو درېیمه یعني اوسنۍ لړۍ د دې میاشتې تر ۲۹مې پورې روانه وي.

XS
SM
MD
LG