د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې افغانان دې نه زنداني کوي


د افغانانو یوه وکیله وايي، دا مهال د سيند په زندانونو کې تر ۲۰۰ زيات افغانان زنداني دي ــ پخوانی انځور
د افغانانو یوه وکیله وايي، دا مهال د سيند په زندانونو کې تر ۲۰۰ زيات افغانان زنداني دي ــ پخوانی انځور

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل سید عبدالجبار تخاري ويلي چې د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې په هغه هېواد کې دې د افغانانو نیول او زنداني کول ودروي.

نوموړي دا خبره د جون پر اوومه مشال راډيو ته په داسې حال کې وکړه چې لا هم سلګونه افغانان د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي چې زياتره يې په سيند صوبه او په ځانګړې توګه د هغې صوبې په کراچۍ ښار کې دي.

تخاري وویل، د جون پر شپږمه یې د سیند له زندانونو څخه یې د یوې ښځې او اووه ماشومانو په ګډون ۲۵ افغانان د چمن له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

دی وايي، هڅه کوي چې نور بندیان هم خوشې شي. "موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغانانو نیول پای ته ورسوي او پاتې زندانیان ژرترژره خوشې کړي چې وطن ته ستانه شي."

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د ۲۰۲۲ز کال له جولای مياشتې راهيسې يې شاوخوا ۲،۴۰۰ افغانان د سيند له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږدولي دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړه وايي چې د پاکستان پولیسو د افغانانو نیولو ته دوام ورکړی دی.

نوموړې د جون پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال هم د سيند په زندانونو کې تر ۲۰۰ زيات افغانان زنداني دي. "د افغانانو د نیولو کومه سلسله چې پيل شوې وه، په هغې کې تېزي راغلې ده."

د پاکستان په سيند صوبه کې پوليس چارواکو او د صوبايي حکومت وزيرانو په بیا بیا مشال راډيو ته ويلي چې يوازې هغه افغانان نيسي چې قانوني اسناد نه لري، خو ګرفتار افغانان او د هغوی وکيلان وايي چې پر قانوني اسنادو لرلو سربېره يې پوليس ګرفتاروي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې هم د افغانانو د نيولو پر موضوع له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې دي خو د پاکستاني لوري پر ډاډ سربېره دا ستونزه لا هم نه ده هواره شوې.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG