د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د پاکستانیو توغندیو برید خوست کې ۴ تنه وژلي دي

د طالبانو حکومت وايي برید په ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ کې شوی دی - انځور له ارشیفه.
د طالبانو حکومت وايي برید په ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ کې شوی دی - انځور له ارشیفه.

د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ډېورند کرښې ته څېرمه د ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ د صدقو په سیمه کې د پاکستاني توغندي ویشتلي دي چې پکې څلور تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د ولايت وياند مستغفر ګربز په خبرپاڼه کې ويلي چې برید د مارچ پر ۱۲مه سهار شاوخوا څلور بجې شوی دی چې پکې د کوچیانو کېږدۍ لګېدلې دي.

دی وايي، د توپونو او هاوان مرمیو په حمله کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی ووژل شو او درې ماشومان ژوبل شول.

د پاکستان حکومت او پوځ لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي سرتېرو د کرښې په اوږدو کې پر یوشمېر سیمو تازه نښتې او حملې کړې دي.

په وروستیو کې چین د پاکستان او افغانستان له چارواکو وغوښتل چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. داراز، ترکیې ویلي دي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمینځ د اوربند هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمینځ د نښتو له وجې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵،۰۰۰ او په پاکستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ تنه بې کوره شوي دي.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو نښتې له هغه وخت راهیسې روانې دي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.

د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG