د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر عامو خلکو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې


 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن یونامه د بشري حقونو د چارو مشر ریچرډ بینیټ په کابل کې له ایسوشي ایټډ پریس سره د مرکې پر مهال، انځور له ارشیفه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن یونامه د بشري حقونو د چارو مشر ریچرډ بینیټ په کابل کې له ایسوشي ایټډ پریس سره د مرکې پر مهال، انځور له ارشیفه

په بشري چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي په افغانستان کې پر عامو وګړو د ترهګرو بریدونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

ریچرډ بینیټ د مې پر ۲۷مه ماښام مهال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د روانو پېښو او خونړیو حملو په اړه باید خپلواک تحقیقات وشي.

بینیټ په مزارشریف کې د مې ۲۶مې بریدونو ته چې په نتیجه کې یې ۱۶ ماشومان ووژل شول، اشاره وکړه او خپګان یې څرګند کړ.

په مزارشریف کې د هغه برید مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.

د يو بل خبر له مخې د طالبانو مخالفه د ملي مقاومت په نوم جبهه په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې جبهې لخوا د مې پر ۲۷مه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې حمله د پنجشېر د لومړۍ حصې د ولسوالۍ په پېشغور سیمه کې شوې ده.

خپلواکو سرچینو تر دې دمه دا خبر نه دی تایید کړی او په دې اړه د طالبانو د حکومت چارواکو هم څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG