د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د طالبانو او پنجشېر مقاومت جبهه ترمنځ نښته شوې


پنجشر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.عکس-ارشېف
پنجشر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.عکس-ارشېف

د طالبانو پر ضد په پنجشیر کې د مقاومت جبهه وايي، د اګست پر ۳۰مه يې د طالبانو برید په شاه تمبولی دی.

د دې ډلې یوه غړي فهیم دشتي د اګست پر ۳۱مه نېټه رسنیو ته په یوه پیغام کې ادعا کړې چې د دوی او طالبانو تر منځ په جګړه کې لږ تر لږه اته طالبان وژل شوي.

"تېره شپه د پنجشیر د دروازې لویدیځ خوا ته طالبانو یو برید وکړ. ښایي غوښتل یې په پنجشیرو د برید لپاره خپل بخت وازمويي. د خدای په فضل بخت ورسره مل نه وو. اوه – اته کسان یې ووژل شول. څو کسان یې ټپيان شول. د مقاومت دوه کسان هم ټپيان شوي. وطنوال دې تشویش نه لري."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د اګست پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل چې د دوی دوه ملګري برسېرن ټپيان دي خو د مقابل لوري څلور وسله وال وژل شوي او دوه پوستې یې د طالبانو لاس ته لویدلي.

د مقاومت د جبهې مشرانو مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود ویلي چې طالبانو ته نه تسلیمیږي. پنجشير هغه يوازینی ولايت دی چې د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.

طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او په هم دې ورځ ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عرب اماراتو ته ولاړ.

امريکا هم د اګست پر ۳۰مې او ۳۱مې منځنی شپه په افغانستان کې خپل نږدې ۲۰ کلن ماموريت پای ته ورساوه او ټول پوځيان يې له دې هېواده وايستل.

XS
SM
MD
LG