د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سره روغې بلدیاتي ادارې چېرمېن: انتظامیه دې د وړیا اوړو وېش مرکزونه زیات کړي


په لاهور کې ګڼ خلک له حکومتي لارۍ څخه د وړیا اوړو ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي - د مارچ ۲۰مې انځور.
په لاهور کې ګڼ خلک له حکومتي لارۍ څخه د وړیا اوړو ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي - د مارچ ۲۰مې انځور.

د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې د بلدیاتي ادارې یو مشر له انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د وړیا اوړو د وېش مرکزونه دې زیات کړي.

د هغې سیمې د کلیوالې شورا چېرمېن اسحاق مسید د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د روژې په میاشت کې په روغه سیمه کې یوازې د وړیا اوړو وېش لپاره یو مرکز جوړ کړی دی چې کافي نه دی. "ضلعي انتظامیې" دا "مشکل جوړ" کړی دی چې د "سب ډېوېژن لدا د پینځو تحصیلونو" د اوسېدونکو لپاره یې د اوړو د وېش یو مرکز جوړ کړی دی.

مسید وايي، د سره روغې مرکز د شوال، کاني ګورم او شکتوی د اوسېدونکو لپاره خورا لیرې پرېوځي او هغوی د بې وزلۍ له کبله د ګاډو کرایې نه شي ورکولای. دی زیاتوي چې انتظامیه دې د کلیو پر کچ د اوړو د وېش مرکزونه پرانیزي چې خلک له حکومتي پروګرامه ګټه واخلي.

د بر جنوبي وزیرستان انتظامي مشر نېک محمد د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د موبایل ټېلېفون د اپليکېشن له لارې د بې وزله خلکو نوملیکنه کوي او بیا یې خپلو سیمو ته ورغواړي او ورته اوړه ورکوي. ده البته زیاته کړه چې د پوځ په مرسته هڅه کوي چې د اوړو د وېش مرکزونه زیات کړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ په پیل کې په روژه کې د هېواد بې وزله وګړو ته د وړیا اوړو ورکولو اعلان وکړ خو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د وېش په بهیر کې د ستونزو یادونه کړې ده او داراز وايي چې په اکثرو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د مارچ پر ۲۳مه په چارسده کې د وړیا اوړو د وېش پر مهال د ټېل ماټېل په پېښه کې د یو سپین ږیري سړي د مړینې او د یوشمېر نورو ژوبلېدو ضد مظاهره وشوه. خو د ضلعي انتظامیې یوه مشر رسنیو ته وویل چې د چارسدې له بېلابېلو سیمو او ان له پېښوره هم ګڼ خلک ورغلي ول او هغه هجوم دوی او پولیسو نه شو کنټرولولای چې له کبله یې د ټېل ماټېل پېښه وشوه.

د اوړو اخیستو په وخت په ګڼه ګوڼه کې يو تن مړ شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

دا راز، د پاکستان حکومت په روژه کې د یوشمېر خوراکي توکو د نرخونو ټیټ ساتلو په موخه اړونده ادارو ته د پینځه اربه روپیو ورکولو اعلان هم وکړ.

د صنعتي او پیداواري چارو وزیر سید مرتضا محمود د مارچ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په رعایتي پروګرام کې د اوړو، غوړیو، چیني (بورې)، چای، خورما (کجورو)، دالو، شیدو او مصالحو په ګډون د ۱۹ خوراکي شیانو بیې ټیټوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د روژې په راتګ وار له مخه د خوراکي شیانو بیې لوړې شوې دي.

البته د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې رعایتي نرخونه به ولس ته ګټه ورسوي. اسلام اباد دا اقدامات پر داسې مهال کوي چې په فبرورۍ کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره یې د پورونو پروګرام بحالولو لپاره د ۱۷۰ اربه روپیو مالیو یا ټیکسونو غونډولو لپاره اضافي بودیجه منظوره کړه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۲مه د هغې نړیوالې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ او و یې ویل چې د کابینې غړي به تنخاګانې او مراعات نه اخلي. ده البته خبرداری ورکړ چې د شرطونو له پوره کولو سره به په پاکستان کې ګراني لا زیاته شي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي. د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG