د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی وايي له شهباز شریف سره د "ترهګرۍ پرضد پر ګډ کار" کولو غږېدلی دی

تازه شو
سهېل اپرېدی په اسلام اباد کې په خیبر پښتونخوا کور یا هاوس کې له اې اېف پي سره د خبرو پر مهال - انځور له ارشیفه.
سهېل اپرېدی په اسلام اباد کې په خیبر پښتونخوا کور یا هاوس کې له اې اېف پي سره د خبرو پر مهال - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي، د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره یې په ملاقات کې د "ترهګرۍ پرضد پر ګډ کار" کولو خبرې کړې دی.

نوموړي د فبرورۍ پر دویمه تر ملاقات وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړه چارواکي پر دې سلا شول چې د امنیت او وفاق ته د خیبر پښتونخوا د ورپاتې پیسو ورکړې په اړه به خبرو ته دوام ورکوي.

اپرېدي او شریف پر داسې مهال له یو بل سره لیدلي دي چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت او په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت ترمینځ د پوځي عملياتو او د قبايلي سیمو د خلکو د بې کورۍ او پر وفاق د خیبر پښتونخوا د اوبو او برېښنا د پور ورکړې په اړه اختلافات موجود دي چې په وروستیو کې لا ژور شول.

اپرېدي وويل چې پر دې ټولو مسايلو خبرې شوي خو نور تفصيل یې ور نه کړ.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وروستیو کې په بیا بیا د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی خو د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وايي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره د "عزم استحکام" په نوم روان هدفي عملیات اړین دي.

داراز، اپرېدی ټینګار کوي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت وايي، د تیراوالو د پوځ یا وفاقي حکومت په امر نه بلکې د صوبايي حکومت په وینا خپلې مېنې پرېښي دي.

تر دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل او په اوړي کې ورستنېدل "عادي" خبره ده.

البته د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ په ډېسېمبر کې ویلي ول چې په خیبر کې یې د پوځ له افسرانو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کلیو پر خالي کولو موافقه کړې ده.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وروستیو کې وفاقي حکومت ته یو لیک واستاوه او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې د اوبو، تېلو او ګیس خالصې ګټې په ګډون دې ورته پاتې ټولې پیسې ورکړي ځکه چې صوبه د مالي بحران ښکار ده.

د پاکستان د ایین له مخې، په یوه صوبه کې د ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي.

وفاقي حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا پور ادا کولو ته ژمن دی خو وايي چې دا کار د هغو مالي او اقتصادي مشکلاتو له وجې ستونزمن دی چې پاکستان یې له ۲۰۱۹ز کال راهیسې ښکار دی او د هواري لپاره یې څو ځلې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG