د خیبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي یادې صوبې ته د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د فنډونو د نه ورکول کېدو په اړه وزيراعظم شهباز شريف ته رسمي لیک لېږلی دی.
د جنورۍ پر ۲۶مه د لېږل شوي دې لیک یوه کاپۍ مشال راډیو هم ترلاسه کړې ده. په لیک کې راغلي دي چې مرکزي حکومت خیبر پښتونخوا ته خپل "لازمي فنډونه" نه ورکوي.
په لیک کې د بېلګې په توګه ویل شوي چې د وفاق له خوا خیبر پښتونخوا ته د قامي مالیاتي کمېشن (این ایف سي) په لړ کې میاشتنۍ پیسې، د صوبې د اوبو خالصې ګټې پیسې، د تېلو او ګازو ګټه او د ضم شویو قبايلي سيمو لپاره ځانګړي شوي فنډونه پر وخت او پوره نه دي ورکړي.
سهېل اپرېدي په لیکلي چې د دې کار له امله يې صوبه دا وخت په سخت مالي او انتظامي بحران کې راګېر ده.
نوموړي ویلي دي چې د قامي مالیاتي کمېشن له فارمولې سره سم د خیبر پښتونخوا حق ۶۵۸.۴ اربه روپۍ دی، چې تر اوسه پکې د ده په وینا، یوازې ۶۰۴ اربه روپۍ ورکړل شوې دي.
اعلاوزير زياتوي چې د قبايلي ضلعو لپاره ۲۹۲ اربه روپۍ ځانګړې شوې وې، خو تر اوسه د وفاق لخوا یوازې ۵۶ اربه روپۍ ورکړل شوي دي.
د وفاقي حکومت لخوا د دې خبر تر خپرېدو د سهېل اپرېدي د دې ورلېږل شوي لیک په غبرګون کې لا څه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو مخکې يې ويلي وو چې خيبر پښتونخوا صوبې ته يې د خپلې برخې پيسې پر وخت ورکړې دي.
اپرېدي دا لیک تر هغه وروسته لیکلی دی چې نوموړي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې د قامي مالیاتي کمېشن ایوارډ په اړه د ټولو صوبو د اعلاوزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وو چې وفاقي حکومت ورسره منلې چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په دې اړه یوه کمېټي جوړوي.
تر دې مخکې د پاکستان د پلان او منصوبه جوړونې چارو وزیر احسن اقبال خبریالانو ته ويلي وو، غواړي له صوبو سره د اېن اېف سي اېوارډ د پیسو د وېش په اړه یوه نوي ترتیب ته ورسېږي.
قامي مالیاتي کمېشن څه دی؟
په پاکستان کې قامي مالیاتي کمېشن اېن اېف سي اېوارډ له ۱۹۵۵ز راهيسې د صوبو او مرکزي حکومت ترمینځ وېشل کېږي.
د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته قامي مالیاتي کمېشن د هېواد د ټولو ګټلو پیسو ۵۷.۵ فيصده صوبو ته ورکوي او وفاق یا مرکز ۴۲.۵ فیصده له ځان سره ږدي.
همداراز، له ایین سره سم، قامي مالیاتي کمېشن باید هر پېنځه کاله وروسته جوړ شي خو دا موضوع خورا لانجمنه ده نو ځکه زیاتره ځنډېږي.
له دې پرته، د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې له بل بدلون سره تر وفاق لاندې د قبایلو انتظامي او قانوني حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.
حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کوي او د قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) اېوارډ له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.
د خیبر پښتونخوا پر وفاق څومره پیسې پاتې دي؟
د خیبر پښتونخوا د پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډاپور د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د ۲۰۲۴ز کال د اپرېل پر څلورمه لا مشال راډیو ته ویلي وو چې تر هغه وخته وفاق د خیبر پښتونخوا څه باندې ۱،۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی.
مزمل اسلم ویلي وو چې په دې کې د بجلۍ، تېلو او ګیس ګټې تر څنګ هغه پیسې شاملې دي چې وفاقي حکومت باید په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته له قامي مالیاتي کمېشن یا اېن اېف سي څخه ورکړې وای.
نوموړي مشال راډیو ته ویلي وو چې صوبايي حکومت د هغو پیسو اخیستو لپاره اسناد تیار کړي دي او وفاق به پر دې قانع کوي چې د صوبې بقایه جات ورکړي.
هغه د دلیل په توګه ویلي وو چې " [په صوبې] د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته د خیبر پښتونخوا رقبه ۳۷ فیصده زیاته شوې ده خو موږ ته له قامي مالیاتي ایوارډه اوس هم د پخوا په څېر ۱۴.۶ فیصده برخه راکول کېږي، حال دا چې اوس زموږ برخه ۱۹.۵ فیصده جوړېږي."
د خیبر پښتونخوا اوسني اعلا وزیر سهېل اپرېدي وزیراعظم شهباز شریف ته د جنورۍ پر ۲۶مه دا لیک په داسې حال کې لېږلی دی چې د دوی په وینا صوبه یې لا هم له کلونو راهیسې له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.
خو د پاکستان د خزانې وفاقي وزارت د ډېسېمبر پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه په خپره کړې رسمي خبرپاڼه کې لیکلي وو چې له قامي مالیاتي کمېشن او نورو لارو یې په مستقل ډول خيبر پښتونخوا ته د مالي وسايلو رسول باوري کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي وو چې له دې کاره یې هدف د خيبربښتونخوا مالي ضروتونه پوره کول، پرمختیايي چارې چټکول او د ترهګرۍ ضد جنګ او په خیبر پښتونخوا د قبايلي سيمو تر ګډېدو وروسته اوسنیو ننګونو له مينځه وړل دي.