پاکستان وايي د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) ورته د یو اعشاریه دوه بېلیونه (اربه) ډالرو پور ورکولو هوکړه کړې ده.
د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د ډېسېمبر پر نهمه لیکلي دي چې د یادې ادارې لخوا دوی ته د پورونو د یو بل قسط منظوري ښيي چې د پیسو نړیوال صندوق د اسلام اباد له هغو هڅو مطمینه ده چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یې کوي.
پاکستان وايي د پور له دې نوي قسط سره به د ای اېم اېف لخوا د اقتصادي اصلاحاتو راوستلو لپاره د مرستو په لړ کې د دوو پروګرامو لاندې اسلام اباد ته د پیسو د ورکولو کچه درې اعشاریه درې اربه ډالرو ته ورسېږي.
پاکستان وايي ای اېم اېف د دوی هغه هڅې ستایلې دي چې دوی د اقتصادي اصلاحاتو لپاره کړې دي خو ورته یې دا سپارښتنه هم کړې ده چې په دې لړ کې به لا نور ډېر کار هم کول وي.
تر دې وړاندې د مې پر ۱۴مه هم پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق نه د څه باندې يو مېليارد (ارب) ډالرو پور ترلاسه کړی وو.
د پاکستان مرکزي دولتي بانک (سټېټ بېنک اف پاکستان) هغه مهال ویلي وو چې ای اېم اېف دا پیسې د پاکستان د اقتصادي وضعیت تر جاج اخیستو وروسته جاري کړې دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمينځ د اووه اربه ډالرو پور لپاره د کارکوونکو يا سټاف په کچ نوی تړون لاسلیک شوی وو.
د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې او د ناورینونو یا لویو ستونزو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې څانګه له کمو او متوسطو امدن لرونکو هېوادونو سره د اقتصادي ثبات په برخه کې مرسته کوي.
د پیسو نړیوال صندوق بیان کاږي چې پاکستان په تېر یو نیم کال کې پر "نړیوالو چیلېنجونو" سربېره د "اقتصادي ثبات" په برخه کې "د پام وړ پرمختګ" کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د مارچ پر ۲۶مه د کابینې غونډې پر مهال په وینا کې د خپلې کاري ډلې ستاینه کړې ده چې نه یوازې یې د پور پروګرام بیاکتنې بهیر بشپړ کړی دی بلکې د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې له څانګې څخه یې هم د پیسو ترلاسه کولو ته لاره برابره کړې ده.
د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې د هغې ادارې اجرایوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.
ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ ارب ډالر جوړېدل، ورکړ.