د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر علوي وزیراعظم ته د خيبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليو د انتخاباتو لپاره ليک لېږلی


د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یوم پاکستان پر ورځ د وینا پر مهال، انځور له ارشیفه
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یوم پاکستان پر ورځ د وینا پر مهال، انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو لپاره وزیراعظم شهباز شریف ته لیک استولی دی.

په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه شوې چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وشي څو انتخابات ترسره او د د سپريم کورټ پريکړه عملي شي.

په ليک کې دا هم ويل شوي چې سپريم کورټ انتخاباتي کمېشن ته امر کړی چې په دواړو صوبو کې دې په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي.

د ولسمشر لخوا وزيراعظم ته دا لیک په داسې حال کې استول شوی دی چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فنډونو د نیشتوالي او د امنيتي حالاتو له امله په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات تر اکتوبره ځنډولي.

ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپریل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې په هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر ۸ مې ځنډوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه په یو حکم کې وویل چې د وړاندې شویو راپورونو، معلوماتو او موادو تر څیړلو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې د ایین سره سم په سوله ییز ډول د صادقانه او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او د ټاکنو په خوندي ډول ترسره کولو لپاره د پولیسو شمېره هم کمه ده. په بیان کې ویل شوي وو چې دا وخت پوځ د هېواد په ځینو سیمو کې پر امنیت ټینګ ساتلو او د وسلوالو ډلو خلاف په عملیاتو کې بوخت دی نو ځکه د انتخاباتو پر مهال امنیت ساتلو ته نه شي حاضریدلی.

دا په داسې حال کې ده چې الیکشن کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله د مارچ پر ۲۴مه پر ټويټر پاڼه و لیکل چې ولسمشر له خپلو اييني اختياراتو تجاوز کوي او بايد د يو سياسي ګوند له استازيتوب څخه ډډه وکړي.

شنونکي وايي د پاکستان موجوده سیاسي او معاشي بحران له دې وجې مخې ته راغلی دی چې سیاسي ګوندونه د خپلو ګټو لپاره له ایین استعمالوي او له حالاتو د ګټه پورته کولو کوشش کوي. په اسلام اباد کې مېشت خبریال او شنونکی عبدالله مومند وايي دا امکان لري چې موجوده حکومت د دې لپاره انتخابات ځنډول غواړي چې له عمران خانه ورته د ماتې خوړلو وېره مخې مخې ته کېږي. نوموړی وايي، بل عذر چې حکومت یې وړاندې کوي، هغه دا دی چې ګینې په ملک کې امنیتي حالات ښه نه دي او د وسله والو بریدونو وېره لیدل کېږي.

بل پلو د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته لیک استولی چې په یاده صوبه کې دې هم انتخابات د پنجاب صوبې د انتخاباتو سره یو ځای په اکتوبر کې وشي. نوموړي ویلي، دا غوښتنه ځکه کوي چې د هغه په وینا په خېبر پښتونخوا صوبه کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

د خیبر پښتونخوا د ګورنر د لیک او غوښتنې په غبرګون کې د تحریک انصاف یو مشر او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپیکر مشتاق غني د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، ګورنر دې په ۹۰ ورځو کې دننه په صوبه کې انتخاباتو ته لاره هواره کړي ګینې دا عمل به یې له ایینه سرغړونه وي. نوموړی وايي، هغوی وار له مخې د ګورنر خلاف په سپریم کورټ کې د عدالتي امر د نه عملي کولو مقدمه درج کړېده.

شنونکی او خبریال محمود جان بابر بیا په دې نظر دی چې په ملک کې د انتخاباتو کولو، نه کولو او یا هم د کله کولو پرېکړه د سیاسي جماعتونو په لاس کې نه وي بلکې دا کار "هغه خلک" کوي چې د "ملک نظام" یې په لاس کې دی. نوموړی وايي دا کار نه د ګورنر په لاس کې دی او نه یې هم پرې وس رسېږي.

په عین حال کې د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر ته په یو خط کې ويلي دي چې د پنجاب په شان په خيبر پښتونخوا کې هم د اسمبلۍ ټاکنې په اکتوبر مياشت کې وکړي.

ګورنر د مارچ پر ۲۴مه په يو ليک کې وويل چې په صوبه کې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابيږي چې له وجې یې هلته انتخابات کول ممکن نه دي. خو د ګورنر تر ليک وروسته د تحريک انصاف ګوند مخکښ او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپيکر مشتاق غني په یو ويډيو بيان کې وويل چې انتخابات بايد په ۹۰ ورځو کې دننه وشي او که چېرې داسې نه کېږي نو دا به د سپريم کورټ د فيصلې څخه سرغړونه وي. دا په داسې حال کې ده چې په خيبر پښتونخوا کې د اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره نېټه لا نه ده اعلان شوی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د مارچ پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د انتخاباتي کمېشن لخوا په پنجاب کې د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړې پر ضد سپریم کورټ ته خواست کوي.

XS
SM
MD
LG