د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې بمي چاودنې ۵ پولیس وژلي، ۲۲ ژوبل دي


په باجوړ کې د مرستندویه ادارې کارکوونکي د وژل شویو سرتېرو مړي روغتون ته انتقالوي - د جنورۍ اتمې انځور.
په باجوړ کې د مرستندویه ادارې کارکوونکي د وژل شویو سرتېرو مړي روغتون ته انتقالوي - د جنورۍ اتمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یوې بمي چاودنې پینځه پولیس سرتېري وژلي او ۲۲ یې ژوبل کړي دي.

د باجوړ پولیس وایي، پېښه د جنورۍ پر اتمه سهار مهال د ماموندو تحصیل په بیلوټ فرش سیمه کې شوې ده.

د سیمې د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو. نوموړي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن د جنورۍ پر اتمه پیل شو چې د جنورۍ تر ۱۲مې به روان وي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي له مشال راډیو سره په خبرو کې د پینځه پولیس سرتېرو وژنه او د ۲۲ ژوبل کېدل تایید کړل.

د باجوړ د خار روغتون چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ټول ژوبل شوي هلته ورلېږدول شوي ول. د پولیسو ویاند محمد اسرار وايي چې له هغو څخه یې ۱۰ سخت ژوبل کسان پېښور ته لېږدولي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې ده.

ماموند تحصیل د باجوړ غرییزه سیمه ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري. په هغه سیمه کې تر دې وړاندې هم ورته بریدونو مرګژوبله اړولې ده.

په هغو پېښو کې د سیمې مشران، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.

په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې زیاتې شوې دي. د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د هغې ضلعې په ناوګۍ کې د وسلوالو د انتخاباتو د احتمالي نوماند سید رحیم پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو او یو ملګری یې ووژل شو.

تر هغې مخکې په نومبر کې په خار او ډمه ډوله کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

دا راز په اکتوبر کې وسلوالو په ماموندو او خار تحصیل کې یو قاري او یو دیني عالم ووژل.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول چې په نتیجه کې یې پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې وې.

په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG