د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې او کورمه کې په دوو جدا پېښو کې دوه تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسلوالو په ډزو يو تن وژل شوی او په کورمه کې د سکرو کان د پرېوتو له امله یو تن وژل شوی دی.

د باجوړ د پوليسو ویاند محمد اسرار د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل د ناوګۍ تحصيل په کمانګره سیمه کې نامعلومه وسلوالو په یو موټر ډزې کړي چې حليم سيد نومي تن پکې وژل شوی دی.

ځايي خبریال بلال ياسر مشال راډ يو ته ویلي دي چې ډزې د صوبايي اسمبلۍ ۱۹ څوکۍ د ازاد نوماند سيد رحيم شاه په ګاډي شوي دي چې یو تن پکې وژل شوی او سيد رحيم پخپله زخمي دی.

تر دا دمه د پیښې ذمه واري چا نده منلي او پوليسو هم په دې اړه نور معلومات ندي په ډاګه کړي.

بلخوا په کورمه کې د مسوزو سیمې اوسېدونکو او روغتیايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې هلته د کویلې درنګ پرېوتو په پېښه کې یو کان کیندونکی وژل شوی دی.

مسوزو سیمه د منځنۍ کورمې په حدودو کې راځي او هلته د کویلې یوشمیر درنګونه دي چې ګڼ کان کیندونکي پکې مزدوري کوي.

  • انځور سایز

    شاهنواز ترکزی

    شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي. 

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG