د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې وسلوال بريد کې ۱ پوليس وژل شوی دی

باجوړ کې ځايي پوليس د امنيت ټينګولو لپاره پر سړک ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه
باجوړ کې ځايي پوليس د امنيت ټينګولو لپاره پر سړک ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د باجوړ په لوی ماموندو سيمه کې وسلوالو يو پوليس وژلی دی.

د باجوړ پولیسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي بيان کې ليکلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر نهمه د خلوزو په خوارو کلي کې د پوليسو پر سرتېري د دندې پر مهال ډزې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.

لوی ماموند سیمه د باجوړ له مرکز خاره ۱۰ کېلوميټره لويديز اړخ ته پرته ده. هلته د ۲۰۲۵ز کال په اګست مياشت کې پوځي عمليات هم شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG