د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي د ټانک اوسېدونکی خالد خان بېټنی یې له غلو ازاد کړی دی


په وروستیو کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره پراخې مظاهرې شوې وې - د جولای ۲۳مې انځور.
په وروستیو کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره پراخې مظاهرې شوې وې - د جولای ۲۳مې انځور.

پولیس وايي، د خيبر پښتونخوا د ټانک استوګن خالد خان بېټنی یې د سیند د کچې له غلو خلاص کړی دی او په عملیاتو کې یې شپږ مشکوک غله وژلي دي.

د سیند د کشمور ضلعې د پولیسو مشر عرفان علي سمو د جولای پر ۲۷ مه مشال راډيو ته وویل، د بېټني د خلاصون لپاره یې د سيند او پنجاب پر پوله عمليات وکړل او هغه یې ازاد کړ. ''دا وخت هم عمليات روان دي. په دې کې له پولیسو سره د رېنجرز ځواک سرتېري هم برخه اخلي. خالد خان مو ژوندی له غلو خلاص کړ. د غلو خوندي ځایونو مو نړولي او لوی زیان مو وررسولی دی.''

خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني. په يوه بله ويډيو کې ښکاري چې هغه په زنځيرونو تړل شوی او تشدد پرې کېږي. برمته ګرو د بېټني له کورنۍ نهه کروړه روپۍ تاوان غوښته.

خالد بېټني د جولای پر ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خلکو مننه وکړه چې د هغه د خلاصون لپاره یې هلې ځلې او احتجاجونه وکړل. نوموړی د جولای پر ۲۸مه په ټانک کې خپل کور ته رسېدلی دی.

کچه د سیند صوبې هغې سیمې ته ویل کېږي چې له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو پرته ده. دا سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لرونکې سیمه ده چې زیاتره برخه یې د پاکستان د ځنګلونو چارو ادارې ملکیت ده.

د سیند او پنجاب غله او ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې له ځان سره ساتي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

تر خالد خان بېټني مخکې هم ځینې پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.

بلخوا د سیند او پنجاب حکومتونو د اطلاعاتو وزیرانو ویلي چې سږ کال په اپرېل کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د کچې د غلو پر ضد د لویو عملیاتو پرېکړه شوې وه. پولیس وايي، په وروستیو میاشتو کې یې هلته په عملیاتو کې ګڼ مشکوک غله او ډاکوان وژلي دي.

د بېټني د خلاصون لپاره د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ټرانسپوټرانو او د تېلو ټانکرو ټولنو لسګونه مشرانو او غړو، ډرېورانو او د عوامي نيشنل ګوند پلويانو مظاهره وکړه او له شيرين جناح کالونۍ څخه یې د کراچۍ د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړ.

په همدې حال کې د جولای پر ۲۲مه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بېټني د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ.

داراز د سیند په کشمور او کندکوټ کې هم پښتنو کاروباریانو د جولای له ۲۱مې راهیسې پرلت وهلی وو.

تر دې مخکې د ټرانسپورټرانو اتحادیې غړو د خالد بېټني خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کور، بلاول هاوس، مخې ته هم احتجاج کړی وو.

مظاهرچيانو پر نوموړي غږ کړی وو چې په سیند صوبه کې د هغه پیپلز ګوند واکمن دی نو ځکه دې د خالد بېټني ژوند ژغورلو لپاره پولیسو ته د کوټلیو اقداماتو اخیستو ووايي.

XS
SM
MD
LG