د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره احتجاجونه شوي دي


د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.
د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

د خيبر پښتونخوا د ټانک استوګن خالد خان بېټني د خلاصون لپاره د کراچۍ تر څنګ د سيند په نورو ښارونو کې د احتجاجونو لړۍ روانه ده.

د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ټرانسپوټرانو او د تېلو ټانکرو ټولنو لسګونه مشرانو او غړو، ډرېورانو او د عوامي نيشنل ګوند پلويانو مظاهره وکړه او له شيرين جناح کالونۍ څخه یې د کراچۍ د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړ.

خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني. په يوه بله ويډيو کې ښکاري چې هغه په زنځيرونو تړل شوی او تشدد پرې کېږي.

برمته ګر د بېټني له کورنۍ نهه کروړه روپۍ تاوان غواړي.

د جولای ۲۳مې د احتجاج ګډونوال او د تېلو ټانکرو اتحادیې یو مشر خانزاده مسید مشال راډیو ته وویل چې د خالد خان بېټني تر خلاصېدو پورې نه یوازې احتجاج جاري ساتي بلکې نورو ښارونو ته یې هم غځوي.

د ټولنې یو بل مشر او د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر سرفراز خان مشال راډیو ته وویل که بېټنی په درې ورځو کې خوشې نه شو نو ټانکرې به ودروي او له کراچۍ څخه به ټول پاکستان ته د تېلو لېږد احتجاجاً ودروي.

د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د بېټني خوشې کولو لپاره لاریون وکړ.
د جولای پر ۲۳مه په کراچۍ کې لسګونه کسانو د بېټني خوشې کولو لپاره لاریون وکړ.

په همدې حال کې د جولای پر ۲۲مه د سیند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بېټني د خوشې کېدو لپاره احتجاج وکړ.

داراز د سیند په کشمور او کندکوټ کې هم پښتنو کاروباریانو د جولای له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی.

مظاهرچیان وايي، پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو ورباندې د جولای پر ۲۲مه اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه خو پر دې سربېره یې احتجاج روان دی.

تر دې مخکې د ټرانسپورټرانو اتحادیې غړو د خالد بېټني خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کور، بلاول هاوس، مخې ته هم احتجاج کړی وو.

مظاهرچيانو پر نوموړي غږ کړی وو چې په سیند صوبه کې د هغه پیپلز ګوند واکمن دی نو ځکه دې د خالد بېټني ژوند ژغورلو لپاره پولیسو ته د کوټلیو اقداماتو اخیستو ووايي.

د سیند حکومت د بېټني د خوشې کولو لپاره د تازه احتجاجونو او د مظاهرچیانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د جولای پر ۱۷مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي ول چې د سيند او پنجاب پر پوله د دواړو صوبو پوليسو د کچې سيمې د غلو پرضد ګډ عمليات پيل کړي. مېمن هوډ ښوولی چې د بېټني په شمول يوشمېر نور تښتول شوي کسان به هم ژر خوشې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې غله په سیند صوبه کې پښتانه کاروباریان او کارکوونکي تښتوي. تر دې وړاندې هم یوشمېر ځلې پښتانه ډرېوران د پیسو لپاره تښتول شوي دي. له هغوی څخه یې د ډېریو کورنیو برمته ګرو ته پیسې ورکړي او بیا یې خپل کسان خلاص کړي دي.

XS
SM
MD
LG