د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پښتنو ټرانسپورټرانو د بلاول بوټو کور مخې ته احتجاج کړی


 په سیند صوبه کې پښتانه کاروبارکوونکي تر دې وړاندې هم د غلو لخوا تښتول شوي دی: انځور له ارشیفه
په سیند صوبه کې پښتانه کاروبارکوونکي تر دې وړاندې هم د غلو لخوا تښتول شوي دی: انځور له ارشیفه

په کراچۍ کې د ټرانسپورټرانو د اتحاديو غړو ډرايورانو او د ګاډو مالکانو، چې اکثره يې پښتانه دي، د جولای پر ۱۷مه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير بلاول بوټو زرداري د کور مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د خالد خان بېټني په نوم يو کس د غلو له منګولو خوشی کړي. نوموړی د ټانک دی او د سېکوريټي ګارډ نوکري يې کوله. هغه د جون پر ۲۴مه د سيند له کشمور سیمې څخه غلو تښتولی.

ورور يې، جهانزيب خان بېټنی چې يو ډرايور دی، پرون (د جولای پر ۱۷مه) یې مشال راډيو ته وويل چې غله ورته په ټېلېفون وايي چې که يو کروړ روپۍ يې ور نه کړې نو د بېټني لاش به ترلاسه کړي.

احتجاج کوونکیو د سیند حکومت له چارواکو غوښتي دي چې د خالد خان بیټني د خوشې کولو لپاره دې زر لاس په کار شي او که غوښتنه یې ونه منل شوه نو خپل احتجاج ته به دوام ورکړی. د احتجاج کوونکیو یو مشر عالم زېب بیټني مشال راډیو ته وویل، د سېند په کشمور، کندکوټ، کوټکي، دادو، سکهر او په نورو سیمو کې پښتانه کاروبارکوونکي وار په وار دغلو لخوا تښتول کېږي.

په کراچۍ کې د پښتنو ټرانسپورټرانو د اتحادیو غړو، ډرایورانو او د ګاډو مالکانو د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کور مخې ته احتجاج په داسې حال کې کړی چې د "کچې غلو" لخوا د تښتول شوي خالدخان بیټني ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې مخې ته راغلي چې پکې نوموړی په زنځیرونو کې تړل شوی ښودل کېږي چې ظاهراً پرې د تشدد نخښې هم لیدل کېږي.

احتجاج کوونکي وايي، په سیند کې له پښتنو کاروبارکوونکیو سره ډېر ظلم روان دی او دا هغوی ته نور د زغملو وړ نه دی. هغوی په کلکه غوښتنه وکړه چې د هغوی د سر او مال د خوندیتوب باور دې ورکړي.

بلخوا د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د جولای پر ۱۷مه د هغه صوبې د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي چې د سيند او پنجاب پر پوله د کچې سيمې د غلو پرضد د دواړو صوبو پوليسو ګډ عمليات پيل کړي. ميمن هوډ ښوولی چې د بېټني پشمول يوشمېر نور تښتول شوي کسان به هم ژر خوشي شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په سیند صوبه کې پښتانه کاروبارکوونکي د غلو لخوا تښتول کېږي. تر دې وړاندې هم ډېر ځلې داسې پېښې مخې ته راغلې دي چې پښتانه ټرانسپورټران پکې د پیسو لپاره تښتول کېږي. په دوی کې ډېری یې وروسته له هغې خوشې شوي چې کورنیو یې برمته ګرو ته پیسې ورسپارلې دي.

XS
SM
MD
LG