د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سېنده تښتول شوي پښتانه ډریوران خوشې شول


د کراچۍ پریس کلب مخې ته ګڼ پښتانه د تښتونکو خلاف احتجاج کوي. زوړ عکس
د کراچۍ پریس کلب مخې ته ګڼ پښتانه د تښتونکو خلاف احتجاج کوي. زوړ عکس

د سیند صوبې پولیس وایي، دوه پښتانه ډرایوران یې د ډاکوانو له منګولو ازاد کړي.

پولیس وايي، دواړه په خیبر پښتونخوا او کراچۍ کې خپلو کورونو ته رسیدلي دي. د ازاد شویو ډریورانو کورینۍ وایي، ډاکوانو ته یې پیسې ورکړي او په بدل کې یې هغوی خلاص شوي دي.

د سیند صوبې په کچه نومي سیمه کې وخت په وخت خلک د ډاکوانو لخوا خلک تښتول کیږي، بندیوان کیږي، تشدد پرې کیږي او ویډیوګانې یې خپلوانو تر استونې وروسته له هغوی د پیسو غوښتنه کیږي او تر تاوان ورکولو وروسته تښتول شوي کسان خوشي کیږي.

کچه کومې سیمې ته وایي؟

کچه د سیند صوبې هغو علاقو ته ویل کیږي چې د خیبر پښتونخوا څخه د هند سمندر په لور توییدونکي سیند اباسین (دریای سیند) پر دواړو غاړو پرته ده، دا په سلګونو کیلومیټره علاقه ده چې زیاتره برخه یې د پاکستان د ځنګلاتو د محکمې ده.

ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې د ځان سره ساتي او بیا وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

تښتول شوي کسان څوک دي؟

د کراچۍ د ټرانسپورټرانو اتحادیه وایي، په تښتول شویو کې زیاتره پښتانه وي او هغه ځکه چې یو د ټرانسپورټ زیاتره کاروبار د پښتنو دی او بل دا پېښې د کراچۍ او خیبر پښتونخوا ترمېنځ په غځېدلو هغو سړکونو مخې ته راځي چې د سیند او پنجاب له صوبو تیر شوي دي.

تښتول شوي خلک څنګه خلاصیږي؟

د سیند صوبې د کشمور ضلعې د پولیسو مشر عرفان سمو د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د کچې د غلو پر ضد یې عملیات کړي او تښتول شوي دوه کسان یې ترې خلاص کړي دي.

په خلاص شویو کسانو کې یو د باجوړ ذاکرالله او بل د سوات احسان الله دی. ذاکرالله د سیند په کندکوټ او احسان الله تېر کال په نومبر کې په سکر کې غلو تښتولی وو.

د دواړو کسانو د کورنیو غړو مشال راډیو ته تايید کړې چې خپلوان یې پولیسو نه بلکې دوی د پیسو ورکولو په بدل کې له ډاکوانو خلاص کړي دي.

د ازاد شوي احسان الله مېرمن باچامرېز بي بي د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د خاوند د خوشې کولو لپاره یې پورونه اخیستي او په جوماتونو کې یې چندې کړي دي.

ډاکوانو له احسان الله څخه د لاکونو او له ذاکرالله څخه د یو کروړ روپو غوښتنه کړې وه، خو دا چې د دوی کورینو څومره روپۍ ډاکوانو ته ورکړی؟ په دې اړه هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

تر دې وړاندې د ممتاز شا په نوم یو بل ډریور د سیند د کچې د ډاکوانو له منګلو ازاد شوی دی. د هغه کورنۍ مشال راډیو ته وویل چې غلو ته یې پېسې ورکړې وې. کله چې مشال راډیو له دوی وپوښتل چې دغو غلو (ډاکوانو) ته پیسې څنګه او د چا له لارې رسوي؟ نو دوی وویل چې په دې اړه ځکه څه ویل نه غواړي چې هسې نه قانوني او امنیتي ستونزې ورته جوړې شي.

په کراچۍ کې مېشت د باجوړ شاولي مشال راډیو ته وویل، ډاکوان هره ورځ کسان تښتوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي. نوموړی وایي، پولیس په دې برخه کې هیڅ نه کوي او د تښتول شویو کورنۍ د پیسو ورکولو وروسته خپل خپلوان له ډاکوانو ازادوي.

حکومت څه کوي؟

د سیند صوبې د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د کچې زیاته سیمه یې له ډاکوانو پاکه کړې او یوازې د درو ضلعو برخه پاتې ده چې هلته یې د پولیسو عملیات روان دي. نوموړی وايي: ''هغه سيمه چې د کچې په نوم يادیږي ،خلک ورته تښتول کيږي، مخکې هم دغلته عملیات کېدل خو هغه به وسلوال یا غله پنجاب او بلوچستان ته اوښتل خو اوس د دغو دواړو صوبو د پولیسو سره ګډ کار کوو. رینجرز هم راسره مرسته کوي، سیمه به زر له ډاکوانو پاکه کړو.''

د کراچۍ د ټرانسپوټرانو اتحادیې د شمېرې ترمخه په ۲۰۲۲ز کال کې ۴۸ او سږکال د تښتونې ۱۶ پېښې شوې دي. د دوی پر وینا د تښتول شویو کسانو مقدمې یې په سیند، خیبرپښتونخوا او پنجاب په تاڼو کې لیکلي دي.

XS
SM
MD
LG