د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتوخوا اسمبلۍ: په سيند کې دې پښتنو ټرانسپورټرانو ته امنيت ورکړل شي


د کراچۍ بس اډه
د کراچۍ بس اډه

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په اکثریت سره قرارداد منظور کړی چې پکې په سیند صوبه کې د پښتنو او په خاصه توګه د ټرانسپورټرانو د ځورونو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.

قرارداد د مې پر ۲۴مه له جنوبې وزيرستانه منتخب شوي غړي ميرکلام وزير وړاندې کړ. نوموړي وروسته مشال راډېو ته وويل چې د سیند په کشمور، شکار پور او نورو سیمو کې وخت نا وخته پښتانه ډرایوران د پېسو لپاره تښتول کېږي او یا وژل کېږي. د ده په وينا، حکومت ته پکار ده چې د دوی د امنيت لپاره ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د ټرانسپوټرانو د اتحادیې مشر غلام محمد اپريدي د مې پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وویل چې د مې په ۱۹ مه او ۲۰مه د شپې مهال د سيند په شکار پور ضلع کې تښتول شوي د شمالي وزیرستان دوه ډریوران لا هم لا درکه دي.

بل خوا د سیند حکومت وياند مرتضي وهاب د مې پر ۲۴مه په سيند اسمبلۍ کې ويلي چې په شکار پور کې د غلو خلاف عمليات روان دي او هیله ده چې تښتول شوي کسان به ډير زر راخلاص کړل شي.

XS
SM
MD
LG