د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په ټانک کې د پينځو وسلوالو د وژلو خبر ورکړی


د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د وسلوالو خلاف عملیات کړي دي: د ارشیف انځور
د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د وسلوالو خلاف عملیات کړي دي: د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خيبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ملازۍ سيمه کې يې د عملياتو په ترڅ کې پينځه وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو اداري (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر اتمه ناوخته وویل چې دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي او د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې یې پینځه ترهګر وژلي دي.

په بیان کې راغلي چې له وسله والو څخه یې وسلې او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي او د ډېسېمبر په پنځمه د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی دی.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو تر مخه، په پاکستان کې د ۲۰۲۳ز کال په نومبر میاشت کې د حکومت ضد په تاوتریخوالي کې ۳۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د شمېرو تر مخه په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات یاني ۵۱ بریدونه ترسره شوي چې په نتیجه کې یې ۵۴ کسان وژل شوي او نور ۸۱ ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG