د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالۍ فلمي ستورې اینجېلینا جولي د مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


مطیع الله ویسا د قلم لار بنسټ مشر دی او ګرځنده کتابتونونه لري - پخوانی انځور.
مطیع الله ویسا د قلم لار بنسټ مشر دی او ګرځنده کتابتونونه لري - پخوانی انځور.

د امریکايي فلمونو نومیالۍ ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) پخوانۍ ځانګړې استازې اینجېلینا جولي د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د تعلیمي چارو د مبارز مطیع الله ویسا دې خوشې کړي.

طالبانو د تعليم لپاره کارکوونکی او د "قلم لار بنسټ" مشر مطیع الله ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم له ځان سره بوتلل خو هغوی یې وروسته خوشې کړل البته ویسا لا بندي دی.

جولي د ویسا په نوم په یو لیک کې چې یو نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی دی، ویلي چې د ویسا د خلاصون او د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي او خپل غږ پورته کوي چې نوموړی او نور فعالان خپل مهم کار ته د دوام ورکولو جوګه شي.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:41 0:00

د طالبانو د حکومت ویاندانو ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د جولي د څرګندونو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه‌ کړې، خو مجاهد د ویسا تر نیولو وروسته رسنيو ته ويلي ول چې د طالبانو استخباراتو معلومات لرل چې هغه له ځينو "مشکوکو خلکو سره اړيکې" لرلې.

نوموړي هغه مهال زیاته کړې وه چې له مطیع الله ویسا څخه تحقیقات روان دي خو په دې اړه یې نور معلومات نه ول ورکړي.

خو د ویسا همکاران او کورنۍ یې وايي، هغه هېڅ ډول سیاسي او خپلسري فعالیتونه نه درلودل او یوازې یې د زده‌ کړو په برخه کې فعالیت کاوه.

تر دې مخکې هم مدني فعالانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) او یوشمېر سازمانونو د ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جون په پای کې له طالبانو غوښتي ول چې هغه دې ژرترژره خوشې کړي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې هغه مهال ویلي ول چې د مطیع الله ویسا ګرفتاري او بندي کول د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزو غونډو د حقونو څرګنده سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG