د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه فعالانو او سازمانونو د مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


مطیع الله ویسا د ګرځنده ښوونځي او کتابتون په مرسته بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته تعلیم ورکاوه - پخوانی انځور.
مطیع الله ویسا د ګرځنده ښوونځي او کتابتون په مرسته بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته تعلیم ورکاوه - پخوانی انځور.

لسګونه مدني فعالانو، بشرپالانو او د حقونو مدافع سازمانونو د تعلیمي حقونو د فعال او د قلم لار بنسټ د مشر مطیع الله ویسا د خلاصون غوښتنه کړې.

د اګست پر ۲۲مه شاوخوا ۹۰ فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرېش، د سیمې او نړۍ د یوشمېر هېوادونو له مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د امریکا، اروپا او یوشمېر نورو هېوادونو او ادارو له ځانګړو استازو څخه غوښتي چې د ویسا د خلاصون په برخه کې هڅې وکړي.

په لیک کې راغلي چې ویسا د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره په ډېره سوله ییزه توګه فعالیت او کیمپېن کاوه خو طالبانو له څه باندې پینځو میاشتو راهیسې په بند کې ساتلی دی.

هغو فعالانو او بنسټونو ویلي چې د ویسا د "ناقانونه زندان" د دوام او ورسره د طالبانو "د ناسم چلند او ځورونې پر راپورونو سخت اندېښمن" دي.

طالبانو د تعليم لپاره کارکوونکی او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم له ځان سره بوتلل خو هغوی یې وروسته خوشې کړل البته ویسا لا بندي دی.

د طالبانو حکومت لا د فعالانو، بشرپالانو او سازمانونو د پرانیستي لیک او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد د ویسا تر نیولو وروسته رسنيو ته ويلي ول چې د طالبانو استخباراتو معلومات لرل چې هغه له ځينو "مشکوکو خلکو سره اړيکې" لرلې.

نوموړي هغه مهال زیاته کړې وه چې له مطیع الله ویسا څخه تحقیقات روان دي خو په دې اړه یې نور معلومات نه ول ورکړي.

خو د ویسا همکاران او کورنۍ یې وايي، هغه هېڅ ډول سیاسي او خپلسري فعالیتونه نه درلودل او یوازې یې د زده‌ کړو په برخه کې فعالیت کاوه.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:41 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په نیمايي کې د امریکايي فلمونو نومیالۍ ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) پخوانۍ ځانګړې استازې اینجېلینا جولي هم د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې مطیع الله ویسا دې خوشې کړي.

جولي د ویسا په نوم په یو لیک کې چې یو نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی وو، ویلي ول چې د ویسا د خلاصون او د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي او خپل غږ پورته کوي چې نوموړی او نور فعالان خپل مهم کار ته د دوام ورکولو جوګه شي.

تر دې مخکې هم مدني فعالانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) او یوشمېر سازمانونو د ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جون په پای کې له طالبانو غوښتي ول چې هغه دې ژرترژره خوشې کړي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې هغه مهال ویلي ول چې د مطیع الله ویسا ګرفتاري او بندي کول د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزو غونډو د حقونو څرګنده سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG