د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د مطیع الله ویسا ۲ وروڼه خوشې کړي خو هغه لا هم زنداني دی


مطیع الله ويسا د کندهار ولايت په يو کلي کې د ګرځنده کتابتون سره - انځور له ارشيفه
مطیع الله ويسا د کندهار ولايت په يو کلي کې د ګرځنده کتابتون سره - انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تعليم مبارز مطيع الله ويسا دوه وروڼه له بنده خوشې کړي خو د نوموړي کورنۍ وايي چې هغه یې لا هم په زندان کې ساتلی دی.

د ویسا ورور عطا الله ویسا د مارچ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې "نن درېيمه ورځ ده" چې د مطیع الله ويسا د "ځای ځايګي" په اړه معلومات نه لري.

هغه البته زیاته کړه چې طالبانو یې دوه نور وروڼه، چې له ویسا سره یې یوځای بیولي ول، خوشې کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي، ویسا یې د "مشکوکو" فعالیتونو په سر نیولی دی.

د مطیع الله ویسا بل ورور محمد ولي اخلاقي د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته ويلي ول چې ورور يې د مارچ پر ۲۷مه د کابل په خوشال خان مېنه کې د طالبانو د "استخباراتو" کسانو "ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال" کړ.

خو دوی د فبرورۍ په مياشت کې د کابل پوهنتون استاد اسماعيل مشعل هم له دې کبله نیولی وو چې هغه په کابل ښار کې د مطالعې لپاره په خلکو کې کتابونه وېشل.

نوموړي تر دې مخکې په یوه ټېلېوېژني خپرونه کې د طالبانو د حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بندولو خلاف احتجاج هم کړی وو.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:41 0:00

مطیع الله ویسا د "قلم لار بنسټ" مشر دی چې له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د تعليم عامولو لپاره مبارزه کوي.

نوموړي په تېرو یوشمېر کلونو کې د افغانستان بېلابېلو کليو ته تللی او د تعلیم په اړه یې د اګهۍ په برخه کې کار کړی دی.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ځينو نړيوالو ادارو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نجونو د تعليم مبارزې لپاره د سولې نوبېل جايزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، امريکايي او اروپايي استازو د مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ملالې یوسفزۍ د مارچ پر ۲۸مه پر ټوېټر لیکلي چې طالبانو که له یوې خوا نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړي نو بلخوا د تعلیمي مبارزې "اتلان" هم نیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، ویسا یې د "مشکوکو کړنو" په تور نیولی دی او ورڅخه پلټنې روانې دي. "ده په خپلسري ډول ځینې غونډې جوړولې، بې له دې چې مقامات په جریان کې واچوي، داسې اقدامات یې درلودل چې پاروونکي بلل شوي دي نو د هغې لپاره د څېړنو په موخه توقیف شوی دی."

خو د اطلاعاتو و کلتور وزارت د نشراتو ريیس عبدالحق حماد د چا د نوم اخیستو پرته پر ټوېټر لیکلي، "دا چې د يو فرد نيول کېدلو دومره پراخ غبرګونونه پارول" ښيي چې "د همدومره پراخې دسيسې مخه نيول شوې."

خو د بښنې نړيوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، مطیع‌الله ویسا په سوله‌ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.هغه سازمان غوښتنه کړې چې ویسا دې ژرترژره خوشې شي او کور ته ستون شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن پر ټوېټر په يو بیان کې ويلي چې مطیع الله ویسا يوازې د افغانانو لپاره زده کړې غوښتلې او نيول کېدو یې "اندېښمن" کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي رېچرډ بېنېټ هم ویلي، د مطیع‌الله ویسا په نیول کېدو "خفه" دی او هغه بايد خوشې شي.

XS
SM
MD
LG