د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د پي ټي ای یو ځايي مخکښ فدا وزير په بمي برید کې ژوبل شوی دی


په بنو کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ فدا وزیر موټر تر چاودنې وروسته ولاړ دی.
په بنو کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ فدا وزیر موټر تر چاودنې وروسته ولاړ دی.

د بنو پولیس وايي د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) یو ځايي مشر او د ډومېل پخوانی ناظم فدا محمد وزیر په یوه بمي چاودنه کې ژوبل شوی دی.

د ډومېل تاڼې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د جنورۍ پر شپږمه د فدا وزیر د دفتر په درشل کې شوې ده.

د بنو د روغتیا ادارې د رسنیو مشر نعمان خان مشال راډیو ته وویل چې وزير برسېرن ژوبل شوی او روغتیا یې د ډاډ وړ ده.

فدا محمد وزیر بیا په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د امن لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د ده په وینا، "دا ډول پېښې یې مخه نه شي نیولای."

تر اوسه چا د بمي چاودنې ذمه واري نه ده منلې.

بل پلو د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د جنورۍ پر پینځمه د ترهګرۍ ضد پولیسو او امن لښکر په ګډه په یوه کاروایۍ کې دوه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي تور پورې کړ چې دا هغه وسلوال ول چې په لکي مروتو کې یې د سېمنټو د کارخانې مزدورانو پر بس په بمي چاودنه کې لاس درلود. په هغه پېښه کې لږترلږه یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي ول.

پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې غړي ول او نه هم کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو ده چې له اوږدې مودې پکې امنیتي حالات خورا خراب دي. هلته وسلوال پرلپسې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو بریدونه کوي.

د لکي مروتو پولیس يو چارواکي شاهد خان د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته ویلي وو چې د هغې ورځې په سهار مهال وسلوالو د نورنګ تاڼې په حدودو کې پر ټرافيک پولیسو برید وکړ.

د هغه په وينا په وژل شويو کې د ټرافيک پولیسو مسول، جلال خان او دوه نور سرتېري عزیزالله او عبدالله شامل دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي په دې سیمه کې د زیاترو بریدونو او چاودنې پړه پر تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې اچوي، خو هغوی د يوشمېر بريدونو مسوليت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG