د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي روژه کې د ۱۹ خوراکي توکو بیې ټیټوي


د پاکستان حکومت وايي، د اوړو، غوړیو او دالونو په ګډون د ۱۹ شیانو بیې ټیټوي - پخوانی انځور.
د پاکستان حکومت وايي، د اوړو، غوړیو او دالونو په ګډون د ۱۹ شیانو بیې ټیټوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت وایي، د روژې په میاشت کې د یوشمېر خوراکي توکو د نرخونو ټیټ ساتلو په موخه اړونده ادارو ته پینځه اربه روپۍ اړونده شعبو ته ورکوي.

د صنعتي او پیداواري چارو وزیر سید مرتضا محمود د مارچ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د رعایتي پروګرام اعلان وکړ.

د پاکستان دولتي راډیو په وینا، وفاقي وزیر وویل، له نوي پیکېج سره "ولس له ګرانۍ ژغورل" غواړي. د هغه په خبره، رعایتي پروګرام د مارچ له ۲۲مې عملي کېږي چې د روژې میاشتې تر پای پورې به روان وي.

د سعودي عرب حکومت د مارچ پر ۲۱مه وویل چې د روژي میاشت یې نه ده لیدلې نو لومړۍ روژه به د مارچ پر ۲۳مه وي، خو په پاکستان کې د رویت هلال دولتي کمېټۍ غونډه د مارچ ۲۲مې پر ماښام کېږي.

مرتضا محمود زیاته کړه چې په رعایتي پروګرام کې د اوړو، غوړیو، چیني (بورې)، چای، خورما (کجورو)، دالو، شیدو او مصالحو په ګډون د ۱۹ خوراکي شیانو بیې ټیټوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د روژې په راتګ وار له مخه د خوراکي شیانو بیې لوړې شوې دي. د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ښارونو یوشمېر اوسېدونکو د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د ټماټرو (رومیانو یا سره باټینګرو)، الوګانو او نورو سبزیو بیې لوړې شوې دي.

خو دوکانداران وايي، خوراکي توکي او سبزۍ یې په لوړه بیه اخیستي ځکه یې ګران خرڅوي. په پاکستان کې شاوخوا هر کال د روژې له راتګ سره ګراني زیاتېږي چې له امله یې د خوراکي توکو نرخونه لوړېږي.

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې رعایتي نرخونه به ولس ته ګټه ورسوي. اسلام اباد د خوراکي توکو د بیو ټیټولو اقدام پر داسې مهال کړی دی چې په فبرورۍ کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره یې د پورونو پروګرام بحالولو لپاره د ۱۷۰ اربه روپیو مالیو یا ټیکسونو غونډولو لپاره اضافي بودیجه منظوره کړه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۲۲مه د هغې نړیوالې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ او و یې ویل چې د کابینې غړي به تنخاګانې او مراعات نه اخلي.

ده البته خبرداری ورکړ چې د شرطونو له پوره کولو سره به په پاکستان کې ګراني لا زیاته شي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG