د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي د حکومتي کمېټۍ ضد عدالت ته تللي


په واڼه کې مزدوران جنډولې ته تلونکی سړک رغوي - پخوانی انځور.
په واڼه کې مزدوران جنډولې ته تلونکی سړک رغوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو شپږو پخوانیو غړو په پېښور های کورټ کې یو درخواست جمع کړی دی چې پکې یې ویلي دي چې وفاقي حکومت د هغو سیمو پرمختیايي چارو لپاره د کمېټیو جوړولو واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پلانونو، پرمختیايي چارو او ځانګړو نوښتونو وزارت د جنورۍ پر درېیمه په یوه فرمان کې په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي چارو د پلانولو او ترسره کولو لپاره یوه کمېټي جوړه کړه چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر هم شامل دی.

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلاوزیر محمود خان او حکومت یې هم د وفاقي حکومت پر کمېټۍ انتقاد کړی وو او هغه یې ناقانونه بللې وه.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانیو غړو سید غازي غزن جمال، شفیق اپرېدي، انور زېب، اجمل خان، سید اقبال میا او نصیر الله اپرېدي د جنورۍ پر ۲۰مه پېښور های کورټ ته په ورکړي غوښتنلیک کې ویلي دي چې وفاقي حکومت د کمېټۍ په جوړولو د صوبې په انتظامي چارو کې مداخله کړې ده.

د پخواني واکمن تحریک انصاف او د اسمبلۍ پخواني غړي محمد شفیق اپرېدي د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي چارو د پیسو لګولو واک نه لري.

دی وايي، په غوښتنلیک کې یې له عدالته غوښتي دي چې هغه کمېټي دې ختمه کړي او اوسني لنډمهالي حکومت ته دې واک ورکړي چې په قبایلو کې پرمختیايي چارې ترسره کړي.

په درخواست کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې چې د ۲۵م اییني ترمیم له مخې د وفاق تر انتظام لاندې قبایلي سیمې (فاټا) په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې، نو اوس یې ټولې چارې له صوبې سره دي او همدا لامل دی چې وفاق یې په اړه پرېکړې نه شي کولای.

خو د بهرمېشتو پاکستانیانو او د بشري منابعو چارو وفاقي وزیر او په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی ساجد حسین توری وايي، د تحریک انصاف پخواني حکومت په قبایلو کې پرمختیايي کارونه نه کول نو ځکه وفاقي حکومت د کمېټۍ جوړولو ته مجبور شو.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د تحریک انصاف په واکمنۍ کې په قبایلي ضلعو کې "نه ښه تعلیمي ادارې جوړې شوې او نه هم روغتونونه جوړ شوي دي. نه د کوم پوهنتون کیمپس یا څانګه په قبایلو کې پرانیستل شوې ده او نه هم پکې کوم میډیکل کالج جوړ شوی دی."

دی زیاتوي چې له وزیراعظم شهباز شریفه یې غوښتنه وکړه چې په قبایلي ضلعو کې کارونه په سم ډول نه کېدل نو ځکه یې د پلانونو وزارت ته سپارښتنې وکړې او هغه کمېټي جوړه شوه.

د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو وختونو کې په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي کارونو نه کولو تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې هلته یې د تعلیم او روغتیا په ګډون په یوشمېر برخو کې بنسټیزو چارو ته دوام ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG