د خيبر پښتونخوا په کرک کې په يوه ټرافيکي پېښه کې يو پوليس وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د پوليسو يو ګاډی د فبرورۍ پر ۱۸مه ناوخته پر اباسين لويه لار (انډس هايوې) کوټه دربار هوټل ته نېږدې واوښت چې مرګژوبله یې واړوله.
پوليسو يا رېسکيو ۱۱۲۲ تر اوسه د پېښې د کره لامل په اړه څه نه دي ويلي، خو په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د فبرورۍ پر ۱۵مه د سیند په خیرپور کې د مساپر لېږدوونکي بس او ټرالر ترمینځ په ټکر کې ۱۱ تنه ووژل او اته ژوبل شول.
تر دې دوه ورځې مخکې د کراچۍ له کاتور سيمې سره نېزدې پر موټروې د یوشمېر ګاډو ترمینځ په ټکر کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي ول.
داراز، د فبرورۍ پر دويمه د خيبر پښتونخوا په هريپور او کوز دیر کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول.