د خيبر پښتونخوا په هريپور او کوز دیر کې په ټرافیکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، دواړه پېښې د فبرورۍ پر دویمه سهار مهال شوې دي.
نوموړی وايي، د هريپور په جاړي کڅ سیمه کې د پېک اپ ګاډي او ټرک ترمینځ په ټکر کې دوه کسان وژل شوي او څلور ژوبل دي.
فیضي وايي، د کوز دیر د مونډا تحصیل په ټکورو سیمه کې یو مساپر لېږدوونکی ډاټسن کندې ته پرېوتی دی چې پکې یو کس وژل شوی او ۱۳ ژوبل دي.
هغه زیاتوي چې ژوبل کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د پېښو لامل معلوم نه دی خو په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.
د جنورۍ پر ۳۰مه په مومندو کې یو ګاډی کندې ته پرېوتی وو چې پکې درې تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي ول. تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۷مه د بلوچستان په چاغۍ، د سیند په کراچۍ او د جنورۍ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي ول.