د پاکستان رسنۍ وايي چې د سیند صوبې په خیرپور ضلع کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د مسافر بس او ټرالر د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي.
انګریزي ورځپاڼې ډان پر خپله ووبپاڼه د پاکستان د لویو لارو او موټروې پولیسو د بیان په حواله لیکلي چې ټکر د خيرپور ضلعې په ټنډو مستي کې شوی دی.
بیان زیاتوي چې بس له بهاولپوره کراچۍ ته روان وو. جیو نیوز ووبپاڼه بیا د اېدي فاونډېشن له قوله وايي چې مړي د خیرپور ضلعې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان سرکاري راډیو هم د ټکر خبر ورکړی دی. ډاڼ لیکي چې د موټروې پولیسو په بیان کې ويل شوي وايي چې د پېښې علت د بس ډرایور بې احتیاطي او لاپرواهي ده.
جیو نیوز وايي چې په پېښه کې د بس ډرایور او کنډکټر دواړه وژل شوي دي.
د پاکستان سرکاري ټلویژن (پي ټي وي) پر خپله ایکس پاڼه د ولسمشر اصف علي زرداري په خپاره کړي بیان کې ویلي چې نوموړي د سیند حکومت ته امر کړی چې نه یوازې په دې پېښه کې اغېزمنو ته ټولې ممکنې اسانتیاوې برابرې کړي بلکې د صوبې پر لویو لارو دې د ټرېفیک حادثو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
په پاکستان کې په ځانګړې توګه لویو لارو په ټرافیکي پېښو کې په پرلپسې توګه پراخه مرګژوبله رامنځ ته کېږي چې زیاتره وخت یې علت د ډرایورانو نه پاملرنه بللې وي.
د فبرورۍ پر ۱۳مه هم د کراچۍ له کاتور سيمې سره نېزدې پر موټروې د څو موټرانو له یو بل سره د ټکر خوړولو په نتیجه کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي ول.
تر دې وړاندې د فېبرورۍ پر دویمه د خيبر پښتونخوا په هريپور او کوز دیر کې په ټرافیکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي.
د جنورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې هم په خونړیو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپي شوي وو.
د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه د بلوچستان په چاغي کې د موټرو په یو ټکر کې لږترلږه ۹ افغانان وژل شوي او ۱۰ ژوبل شوي وو.