د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د افغانستان له معذورانو سره د مرستې لپاره پیسو ته اړتیا لري


په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو ناکراریو او جګړو پرمهال لسګونه زره کسان معذوره شوي دي - پخوانی انځور.
په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو ناکراریو او جګړو پرمهال لسګونه زره کسان معذوره شوي دي - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، روان بشري بحران د هغه هېواد پر معذورانو زیات اغېز کړی دی.

اوچا د مې پر ۲۱ پر خپل رسمي ټوېټر لیکلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال د افغانستان د معذورانو شمېر ۲۴ لکه ته رسېدلی دی او په پام کې لري چې ورسره کومک وکړي، خو د دې لپاره "بیړنیو مالي مرستو ته اړتیا" لري.

د افغانستان په څه باندې ۴۰ کلنه ناکرارۍ او جګړه کې سلګونه زره کسان د ځمکلاندې بمونو په چاودنو، هوايي بمباریو، ځانمرګو بریدونو او د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې معذوره شوي دي. خو دا لومړی ځل نه دی چې د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان د بشري بحران د هواري لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د مې پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اندېښنه وښووله چې شاوخوا ۸۷۵،۰۰۰ افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له لاسه د مرګ له ګواښ سره مخامخېدای شي. هغې ادارې په بیان کې ټینګار کړی وو چې د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو لپاره د خوړو برابرولو په خاطر کافي پیسو ته اړتیا لري.

یونېسېف خبرداری ورکړی وو چې که غړي هېوادونه ورته پیسې ور نه کړي نو ښايي زرګونه افغان ماشومان ومري.

له دې پرته په وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په هغه هېواد کې پر بشري بحران او د اب و هوا بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه وښوده. ټولنې د مې پر اوومه په بیان کې وویل چې افغانستان د بشري بحران او طبیعي ناورینونو له پلوه له تر ټولو جدي ګواښ سره په مخامخو هېوادونو کې پر څلورم مقام دی او اټکل یې وکړ چې اقلیمي یا د اب و هوا بدلون د خلکو پر ژوند نور فشار هم راولي.

اخوا د خوړو پروګرام (ډبلیو اېف پي) د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۲مه یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که هغه ۸۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر چې د ملګرو ملتونو هغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، ترلاسه نه کړي نو د افغانستان بېوزله خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ کې هم خبرداری ورکړی وو چې که پیسې ترلاسه نه کړي نو مېلیونونه افغانان به له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.

ډبلیو اېف پي هغه مهال ویلي ول چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دې ادارې زیاته کړې وه چې تېر کال یې ۲۳ مېلیونو کسانو ته خوراکي مرستې رسولي، چې ۱۹ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو او خپل حکومت یې اعلان کړ. تر هغې وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، روزګار لږ او سوداګري کمه شوې ده. د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی نو همدا لامل دی چې نړيوالې مرستې هم د تېر په څېر نه دي.

XS
SM
MD
LG