د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر سپیکر وروسته انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ د ۳۵ غړو استعفاګانې منلې دي


د تحریک انصاف غړو د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته له اسمبلۍ استعفا ورکړې وه - پخوانی انځور.
د تحریک انصاف غړو د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته له اسمبلۍ استعفا ورکړې وه - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د ۳۴ غړو او د عوامي مسلم ليګ د مشر شیخ رشيد استعفاګانې منلې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د هغو پارلېماني استازو استعفاګانې منظور کړې.

انتخاباتي کمېشن د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام د هغو کسانو نوملړ خپور کړی دی چې د اسمبلۍ غړیتوب یې ختم شوی دی.

په نوملړ کې د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک، د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي، پخواني سپيکر اسد قیصر، پخواني مرستيال سپیکر قاسم سوري او د پخوانیو وفاقي وزیرانو فواد چودري، علي امين ګنډه پور، زرتاج ګل، نورالحق قادري، مراد سعید، شهریار اپرېدی، اسد عمر او د تحریک انصاف د ځينو نورو سیاستوالانو په ګډون د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید نومونه شامل دي.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د هغه د ګوند ۱۲۳ غړو د احتجاج په توګه له قامي اسمبلۍ څخه استعفا ورکړې وه. تر هغې وروسته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منلې وې او د نورو په اړه يې دا دريځ خپل کړی چې تر هغو چې هغوی له اصولو سره سم، په انفرادي توګه ورته حاضر نه شي استعفاګانې یې نه مني.

سپیکر او انتخاباتي کمېشن تازه اقدام پر داسې مهال کړی دی چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې وویل چې ولسمشر عارف علوي به له وزیراعظم شهباز شريفه وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايه واخلي.

عمران خان دا خبره تر هغې وروسته کړې وه چې د شهباز شريف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل متحده قامي موومنټ دړکه ورکړه چې که د کراچۍ او حیدراباد په بلدیاتي حلقو کې د بدلون په اړه يې غوښتنې و نه منل شوې نو حکومت به پرېږدي.

عمران خان له وفاقي حکومته د قامي اسمبلۍ ماتولو او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهباز شريف په وار وار ويلي چې روانه اسمبلۍ به خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې کېږي.

د تحریک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۷مه د استعفاګانو تر منظورۍ وروسته وویل چې د ګوند غړو یې د شهباز شريف پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو لپاره اسمبلۍ ته ستنېدو پرېکړه کړې وه او همدا وجه ده چې "حکومت وډار شو" او استعفاګانې يې منظورې کړې.

XS
SM
MD
LG