د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د کرېکټ په لوبغاړو برید شوی


د شمالي وزیر ستان پولیس وايي چې تېره ورځ (د فبرورۍ په ۱۷مه) وسله والو په میر علي حکيم خيلو کې يو ځوان لوبغاړی وژلی او يو بل يې ژوبل کړی دی.

د میرلي تاڼې یو پولیس چارواکي او د سیمې اوسیدونکو د فبرورې پر ۱۷مه مشال ریډیو ته د دې وژل شوي ځوان پېژندګلوي د پیر قاسم شاه په نوم کړې.

پولیس وايي چې د غه ځوان د کرېکټ لوبغاړی وو او هغه مهال په هدفي برید کې ووژل شو چې د خپلې کرېکټ لوبډلې سره له حکیم خیلو نه عیدک ته د ميچ لپاره روان وو چې د تورو شیشو يو موټر نه پرې وسله والو ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا قاسم شا د برید په ځای کې سا ورکړه خو يو بل ژوبل ځوان میرلي روغتون ته د درملنې لپاره ورسول شو.

پولیس وايي چې د نامعلومو وسله والو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.


د جنوري په ۳۱مه هم د شپې وسله والو د میرلي د ایپي سیمې یو پولیس سرتیری په هدفي برید کې وژلی وو او برید کونکي تښتیدلي ول.

د فبروري په ۱۱مه د شپې میرامشا غلام خان کې وسله والو پر ځايي پولیس سرتیري امین الله په کور دننه برید کړی وو، چې د دوه مېرمنو په ګډون یې اته کسان ژوبل کړي ول.

دا په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې څلورم هدفي برید دی.

په تیر ۲۰۲۲ کال کې په مجموعي توګه ۴۷ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوالان، ښځې، دیني عالمان او هم امنیتي سرتیري پکې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې ځايي ولس په وار وار د دغې نا امنۍ او هدفي وژنو ضد اختجاجونه، جرګې او پرلتونه کړي دي.

حکومت پوځ او پولیسو هم په وار وار ادعاوې کړې چې دغلته تر ډیره امن پرځاي شوی دی.

XS
SM
MD
LG