په پاکستان کې يوې غير سرکاري ادارې، د پايداره ټولنیز پرمختګ سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې په تېرو دولسو مياشتو کې په ټول ملک کې پر ښځو له شلو زرو څخه زیاتې پېښې ثبت شوي دي.
د پايداره ټولنیز پرمختګ سازمان يا سسټینېبل سوشل ډیولپمنټ ارګنایزېشن د دیسمبر په اخره کې خپاره کړي د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ويلي چې په پاکستان کې پر ښځو د شوي تاوتريخوالي د پېښو شمېر ۲۰ زره او ۶۹۸ دی. د راپور له مخې تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب کې ثبت شوې دي چې شمېر یې ۱۵۳۷۶ دی. په راپور کې په پنجاب کې د ډېرو شمېرو د ثبت وجه، هلته د نورو صوبو په پرتله، د راپور ورکولو او ثبت بهتره نظام ښودل شوی دی.
د هغه سازمان په راپور کې ويل شوې چې په سند کې ۳۷۰۹، په خېبر پښتونخوا کې ۸۷۵، په اسلاماباد کې ۴۲۳ او په بلوچستان کې ۳۱۵ پېښې ثبت شوي دي. خو بلخوا د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې يوې ادارې، عورت فاونډېشن په خپل کلني راپور کې ويلي چې د دوی راټولې کړې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې په بلوچستان کې ۶۵ ښځې وژل شوې دي. د هغه راپور ترمخه، په هغوی کې ۳۳ قتلونه د غيرت په نوم شوي دي.
د عورت فاونډېشن پروګرام مشرې، صايمه منیر مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۲۵ کال کې په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد ۲۳۳۳ پېښې ثبت شوي دي. هغې زیاته کړه چې په هغو کې کورنی تاوتریخوالی، جنسي ځورونې، د غیرت په نامه وژنې او ډله ییز جنسي تېري شامل دي. صايمه منير وويل چې پر ښځو د تشدد په مقدمو کې يوازې ۷ فيصده تورنو کسانو ته سزاوې کېږي. د هغې په وينا، له دې معلومېږي چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی له پامه غورځول کېږي.
قانون پوهان وايي په خيبرپښتونخوا کې پر ښځو د تشدد مخنيوي لپاره قوانين موجود دي خو په دې اړه عامه پوهاوی کم دی. د پېښور هایکورټ وکيله، عایشه خورشيد وايي پر دې سربیره، د ټولنیزو فشارونو له وجې ښځې د ځورونو ډېرې پېښې نه رپورټ کوي. د هغې په وينا د عامه پوهاوي د کمپاينونو د چلولو ترڅنګ که په ځورونو کې ککړو کسانو ته په وخت سزاوې ورکړل شي، پر ښځو تشدد کمېدلی شي.
د پاکستان بشري حقونو وزارت د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر اوومه، قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړي يو راپور کې ويلي وو چې په پاکستان کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې له ۷۵۰۰ څخه زیاتې ښځې وژل شوي دي. پر دې سربیره، څه کم لس زره ښځې د کورني تشدد ښکار شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ښځو په وړاندې د تشدد ډېرې پېښې په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې ثبت شوې دي. د هغه وزارت په راپور کې دعوه شوې وه چې له پولیسو او انصاف ورکوونکو ادارو سره په شريکه کار کوي چې ښځو ته انصاف ورسېږي او په دې توګه د تشدد په هغو پېښو کې کمی راشي.
بلخوا د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکي حکومتي کمېشن (National Commission on the Status of Women) پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې پر ښځو د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره یې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي دي. د هغه کمېشن ترمخه، داسې وړيا موبایل اېپ یې جوړ کړی چې له لارې یې ښځې په اسانه او محفوظ ډول خپل شکايتونه ثبتولی شي.