په پاکستان کې يو څېړنيز مرکز وايي چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پرتله د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې د نا امنۍ زیاتې پېښې شوې دي.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د فبرورۍ په درېیمه په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې خلکو ته د اوړیدلي ځاني تلفاتو کچه د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پرتله ۴۳ سلنه زیاته وه.
په راپور کې راغلي دي چې په پاکستان کې د روان کال په جنورۍ میاشت کې ټول ټال ۳۶۱ کسان د نا امنیو په پېښو کې وژل شوي دي چې پکې ۲۴۲ وسلوال، ۷۳ ملکی وګړي او ۴۶ امنیتي ځواکونه شامل دي. د راپور له مخې تېره میاشت ۱۳۵ کسان ژوبل شوي هم ول چې له منځه یې ۷۱ ولسي کسان، ۵۲ امنیتي سرتېري او ۱۲ وسلوال وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ لیکي چې امنیتي ځواکونو په جنورۍ میاشت کې ۶۰ مشکوک وسلوال نیولي هم دي.
د راپور له مخې د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې په ټول پاکستان کې ۸۷ وسلوال بریدونه شوي دي چې پکې ۵۸ په خیبر پښتونخوا، ۲۷ په بلوچستان او دوه په پنجاب کې شوې دي.
که څه هم تر دې مهاله د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د تازه راپور په اړه د وسلوالو دریځ مخې ته نه دی راغلی خو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وخت په وخت وسلوالې ډلې پر امنیتي سرتېرو، پولیسو، انتظامي افسرانو او ولسي خلکو د بریدونو مسولیت پر غاړه اخلي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې خلکو په وار وار د نا امنۍ خلاف مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم کړي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.