د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: د روسیو ځواکونو برید کې د ازادې اروپا راډیو خبریاله وژل شوې


ویرا ګېریچ له ۲۰۱۸ز کال راهیسې له ازادې اروپا راډیو سره کار کاوه - انځور له ارشیفه.
ویرا ګېریچ له ۲۰۱۸ز کال راهیسې له ازادې اروپا راډیو سره کار کاوه - انځور له ارشیفه.

د اوکراین پر پلازمېنه کییف د روسیې په برید کې د ازادې اروپا راډیو خبریاله ویرا ګېرېچ وژل شوې ده.

د ازادې اروپا راډیو اوکراینۍ څانګه وايي، د نوموړې مړی د اپرېل پر ۲۹مه تر هغه وروسته د هغې ودانۍ له ړنګې برخې موندل شوی چې یوه ورځ مخکې ورباندې روسیو ځواکونو توغندی ورولی وو. ویرا ګېریچ په هغه ودانۍ کې اوسېده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم پر هغه ورځ کییف ته ورغلی وو چې روسیې ورباندې بمباري وکړه. په ویډیو او تصویرونو کې ښوول شوې چې د دې ودانۍ لاندیني پوړونه ډېر زیانمن شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند اېګور کوناشینکوف ادعا کړې چې د اپرېل پر ۲۸مه یې "په اوږد واټن او کره نښې ویشتونکي توغندي" د اوکراین د توغندیو جوړولو کارخانه ویشتلې ده.

خو د اوکراین چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې په هغه حمله کې ریښتیا هم کارخانه په نښه شوې که نه.

البته د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو د اپرېل پر ۲۹مه د پیغامونو استولو اپلیکېشن ټېلېګرام له لارې په یوه بیان کې ویلي ول چې د برید له ځایه یې یو مړی موندلی او په پېښه کې ۱۰ کسان ژوبل شوي ول. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه ول ورکړي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د ګېرېچ پر مړینه "د زښت خپګان" څرګندونه کړې ده او د اپرېل پر ۲۹مه یې په بیان کې ویلي چې نوموړې به د "د هغې مسلکي کار" او د ازادې اروپا راډیو "ماموریت ته د هوډ لپاره تل یاده ساتي."

ویرا ګېریچ په ۱۹۶۷ز کال کې زېږېدلې وه او د ۲۰۱۸ز کال په فېبرورۍ کې یې له ازادې اروپا راډیو سره کال پیل کړی وو. نوموړې تر دې وړاندې په اوکراین کې له یو مشهور ټېلېوېژن سره کار کاوه.

مشال راډیو د ازادۍ اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ده چې د پاکستان او افغانستان په ګډون د سیمې په اړه خبریالي کوي او هره ورځ نهه ساعته راډیويي خپرونې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG