د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الجزيرې خبریاله شیرین ابو عاقله وژل شوې


خبرياله شیرین ابو عاقله د
خبرياله شیرین ابو عاقله د

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د ځايي وخت مطابق د مې د ۱۱مې نېټې په سهار د الجزیره ټېلېوېژن یوه خبریاله د غربي پټۍ په جنین ښارګوټي کې د اسراییلي چاپې پرمهال په ډزو وژل شوې ده. دغې خبریالې هغه مهال رپورټنګ کاوه.

شیرین ابو عاقله چې د عربي ژبې چینل لپاره مشهوره فلسطینۍ ښځینه خبریاله وه په ډزو ولګېده چې لږ وروسته یې ساه ورکړه.

یو بل فلسطینی خبریال چې په بیت المقدس کې د القدس ورځپاڼې لپاره کار کوي، د اسراییلو د چاپې پر مهال ټپي شوی خو وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

قطر مېشتې رسنۍ الجزیرې د ابو عاقلې د وژنې تور پر اسراییلو پورې کړی دی. بل پلو د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير ياير لاپيد د یادې خبريالې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې، نوموړي ویلي چې فلسطيني انتظامیې ته يې د خبريالې د مړينې په اړه د ګډو پلټنو وړانديز کړی دی.

ياير لاپيد پر ټوېټر په بیان کې وویل چې "خبریالان باید د جګړې په سیمو کې خوندي شي او موږ ټول ذمه واري لرو چې حقیقت ته ورسیږو."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG