د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د خوراک وزارت وايي د اړتیا وړ غنم یې اخیستي دي او نور نه شي اخیستای


په سیند کې یو کروندګر ماشوم له پټي غنم لېږدوي - پخوانی انځور.
په سیند کې یو کروندګر ماشوم له پټي غنم لېږدوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خوراک وزارت وايي، د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال لپاره یې له ټاکلي هدف سره سم غنم اخیستي دي او نور نه شي اخیستای.

د خوراک وزارت سېکرټر ظریف معاني د جون پر لومړۍ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې صوبايي حکومت په سرکاري نرخ غنم اخیستي دي.

دی وايي، د ۴۰ کېلوګرامه غنمو د بوجۍ (ګونۍ) نرخ ۳،۹۰۰ روپۍ وو چې په هغه حساب یې له اړتیا سره سم ۳۰۰،۰۰۰ میټرک ټنه غنم اخیستي ول او نور نه شي اخیستای.

معاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له پنجابه په غنمو بار زرګونه لارۍ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا سرکاري ګودامونو شاوخوا ته ولاړې دي.

معاني وویل چې دا ستونزه ځکه پیدا شوې چې دا ځل په پنجاب کې حکومت له کروندګرو غنم نه دي اخیستي نو ځکه کروندګرو په کاروباریانو خرڅ کړي دي.

دی وايي، په بازار کې د غنمو پر اخیستو او خرڅلاو بنديز نه شته، خو صوبايي حکومت یې نور نه شي اخیستای.

اخوا د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټرانو د ټولنې مشر خواجه محمد خان مشال راډیو ت وویل چې له ۵،۰۰۰ زیاتې لارۍ له سرکاري ګودامونو سره ولاړې دي او د خالي کېدو انتظار باسي.

ده وویل، که حکومت یې دا ستونزه هواره نه کړه نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

په پاکستان کې د غنمو او اوړو بیې په پنجاب او نورو صوبو کې سږ کال د غنمو زیات پیداوار او داراز، له بهره د زیاتو غنمو درامد له وجې ټیټې شوې دي.

کروندګر دعوه کوي چې سربېره پر دې چې په ۲۰۲۳ز کال کې د غنمو ښه فصل شوی وو، پخواني نګران حکومت له بهرنیو هېوادونو څخه تر درې مېلينونه میټرک ټنه زیات غنم درامد کړي ول چې له کبله يې په بازار کې د غنمو بیه کمه شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کروندګرو د تورونو د پلټنو لپاره پلټینزه کمېټۍ جوړه کړې ده.

تېره میاشت د پاکستان کروندګرو د کمو نرخونو، د اوړو مېلونو مالکانو د غنمو د مشخصې ونډې (کوټې) او نانوایانو د حکومتي نرخونو او خلکو د ډوډۍ د لوړو بیو پرضد احتجاجونه کړي ول.

تر هغې وروسته د اوړو د کارخانو یا مېلونو مرکزي ټولنې په مې میاشت کې له حکومته غوښتي ول چې د غنمو د بیو او د مېلونو د ټاکلې ونډې تر څنګ دې د ډوډۍ د نرخونو پر سر د پیدا شویو ستونزو د هواري لپاره دې دایمي تګلاره جوړه کړي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات غنم په پنجاب کې پیدا کېږي او حکومت خپل نرخ ټاکي او له کروندګرو غنم اخلي چې بیا مېلونو مالکان د خپلې ونډې له مخې غنم اوړه کوي. له پنجابه د پاکستان نورو صوبو ته هم غنم او اوړه لېږدول کېږي.

په پاکستان کې نانوایان له کاروباریانو اوړه اخلي او د هرې صوبې ضلعي انتظامیې له نانوایانو سره د ډوډۍ وزن او نرخ ټاکي خو په دې لړ کې هم د دواړو لوریو ترمینځ اکثر اختلافات پیدا کېږي چې له وجې یې نانوایانو څو ځلې مظاهرې او کاربندیزونه هم کړي دي.

د پاکستان حکومت ويلي چې له کروندګرو به ۴۰ کېلوګرامه غنم په ۳،۹۰۰ روپۍ اخلي خو بزګران وايي چې دا پیسې خورا کمې دي

XS
SM
MD
LG