د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي‌ هلته دومره غنم شوي چې د ولس بس دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان حکومت وايي کروندګرو ته د ښه سرکاري تخم ورکولو او پر وخت د مناسبو بارانونو کېدو له کبله په صوبه کې د پام وړ غنم شوي دي.

د بلوچستان د خوراک محکمې صوبايي سیکرټري مجیب پانېزي د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې پخوا به په یوه ایکړ مځکه کې ۲۵ منه غنم کېدل او هغه سږ کال تر ۳۵ منو رسېدلي دي.

ده وویل، "چې کومه ۱۴ لاکه ایکړه مځکه کرل شوې وه هغه د ۱۰۰ کیلو یو نیم کروړ ګونۍ (بوجۍ) کړې دي کومې چې د بلوچستان د خلکو کلنی ضرورت دی او دا بس دي."

مجیب پانېزي وویل چې د بلوچستان حکومت به د تل په څېر سږکال هم د غنمو د بحران مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي.

ده وویل،‌ "په بلوچستان کې هر کال شاوخوا یو کروړ بوجۍ پیداوار وي، په هغې کې لس لاکه بوجۍ حکومت واخلي او خوندي یې کړي، شاوخوا ۱۵ لاکه ځايي‌ کاروباریان واخلي او پاتې هغه داسې لوی سوداګر واخلي چې بیا یې له صوبې بهر وړي او د بحران په صورت کې یې بیرته په ګران قېمت پر صوبه پلوري نو دلته ضرورت زیات شي او هلته غنم او اوړه کم وي نو ځکه قېمتونه زیات شي او ولس ته ستونزې جوړې شي."

خو د پاکستان د اوړو ملونو د اتحادیې پخوانی مشر بدرالدین کاکړ مشال راډیو ته وویل چې حکومت د صوبې د پخوانۍ ابادۍ پر اساس حساب کتاب لګولی دی. د ده په وینا، د تازه سرشمېرنې له مخې د بلوچستان صوبې ابادي ۷۰ فیصده زیاته شوې ده.

ده وویل چې پخوا به د بلوچستان د میاشتې شاوخوا ۱۵ لاکه بوجۍ ضرورت وو او هغه اوس د ابادۍ زیاتېدو له کبله شاوخوا ۲۵ لاکه بوجیو ته رسېدلی دی.

بدرالدین کاکړ زیاته کړه چې له اوسنۍ ابادۍ سره بلوچستان ته د کال درې کروړه بوجۍ ضرورت دی او په هغه کې یوازې نیم پیداوار دلته شوی دی.

نوموړي‌ وویل، "کوم غنم چې دلته شوي دي دا که نورو صوبو ته ولاړ نه شي نو له څلورو تر پنځو میاشتو زموږ بس دي او کوم چې صوبايي حکومت خوندي کړي دي هغه یوازې لس لاکه بوجۍ دي او چې هغه مارکېټ ته ورکړي‌ هم نو د مارکېټ میاشتنی ضرورت ۲۵ لاکه بوجۍ دی مانا یې دا شوه چې تر بل فصله پورې به هره میاشت دوه لاکه بوجۍ سرکار مارکېټ ته ورکوي او پاتې ۲۳ لاکه به بیا هم له نورو صوبو اخیستل کېږي."

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت نورو صوبو ته د غنمو د وړل کېدو مخنیوي لپاره څه کوي‌ او که نه؟

د خوارک او خزانې صوبايي وزیر زمرک خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې دوی د صوبې پر سرحدونو د دې لپاره د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

اڅکزي زیاته کړه، "موږ د اعلا وزیر او چیف سیکرټري له لارې ټولې انتظامیې ته امر کړی دی چې سیند او پنجاب ته له بلوچستان څخه د غنمو وړل کېدو مخنیوي لپاره دې سخت ګامونه پورته شي، د دې له کبله په تېرو څو میاشتو کې د غنمو یوې بوجۍ قېمتونه شاوخوا څلور سوه راټیټ شوي دي."

د بلوچستان د خوراک محکمه وايي، سږکال یې د دې لپاره د یو من غنمو سرکاري قېمت ۴۰۰۰ ټاکلی چې کروندګر د غنمو کرلو ته وهڅوي کوم چې د دوی په وینا ښه نتیجه ورکړې ده.

دوی وايي، په راتلونکي‌ کې به هم داسې هڅو ته دوام ورکوي چې په صوبه کې د ولس د ضرورت غنم وشي. خو هلته وار له مخه د غنمو یو من تر سرکاري قېمت شاوخوا پنځه سوه روپۍ زیات یعني ۴۵۰۰ زره روپۍ خرڅېږي.

XS
SM
MD
LG