د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا کاروباریانو د شپې پر ۸ بجو د دوکانونو تړلو حکومتي پرېکړه رد کړې ده


په اسلام اباد کې د جامو یو دوکان د تېلو جنرېټر په برېښنا روښانه دی ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د جامو یو دوکان د تېلو جنرېټر په برېښنا روښانه دی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا سوداګرو د وفاقي حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې د جولای له لومړۍ څخه به د شپې پر اتو بجو دوکانونه تړي.

د جون پر شپږمه د پاکستان حکومت د جون پر شپږمه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې هېواد په نړیوال بازار کې د انرژۍ په نرخونو کې د زیاتوالي له امله له چیلېنجونو سره مخامخ دی نو ځکه پرېکړه کوي چې په هغه هېواد کې به بازارونه د شپې پر اتو بجو تړي او په دې توګه به هلته مصرفېدونکی انرژي بچ کوي.

د پاکستان په اکثرو برخو کې په اوړي کې د زیاتې ګرمۍ له وجې د بجلۍ استعمال زیاتېږي. له دې سره سم، په ښارونو او کلیو کې د برېښنايي پارچاو (لوډشیډنګ) دورانیه هم زیاتېږي.

په پېښور کې د سوداګرو ټولنې غړی انجینر مقصود وایي، د ګرمۍ له وجې زیاتره خلک د شپې له خوا دوکانونو ته ورځي نو ځکه هغه پرېکړه نه شي منلی. ''اووه نيمې بجې خو ماښام وي. خلک چې له دفترونو کور ته لاړ شي نو ګرمي وي. خلک ماښام له کورونو سوداګانو پسې وځي. له ماښامه تر ۱۰ بجو پورې د سودا اخیستو وخت وي.''

مقصود زیاته کړه چې کاروبارونه وختي بند کړي نو بیا به حکومت ته ټیکس (مالیه) هم نه شي ورکولی.

خو د پاکستان حکومت وايي، په اوړي کې له مهالوېش سره سم د بازارونو تړل د توانایۍ د بچت لپاره اړین دي. هغه هېواد له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی او په اوړي کې د بجلۍ او په ژمي کې د ګیسو بحران لا ژورېږي چې پر ضد یې خلک وخت په وخت مظاهرې کوي.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د زیاتې برېښنا پیدا کولو لپاره یوشمېر پروژې پیل او عملي کړې دي چې پکې له تېلو څخه د بجلۍ تولیدول او له بهرنیو هېوادونو څخه د ګیس درامدول هم شامل دي.

د پیپلز ګوند د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی احمد کریم کونډي د پاکستان انرژۍ په پیداوار او استعمال کې څېړنې کړي دي.

نوموړي د جون پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د حکومت پرېکړه سمه ده خو که غواړي چې د انرژۍ د کمښت ستونزه حل کړي نو نورې لارې هم شته. ''تر ټولو ارزانه بجلي له اوبو او یا له نیوکلیایي انرژۍ پیدا کېږي. له اوبو [تر ټولو زیاته] بجلي خیبر پښتونخوا پیدا کوي. د دې یو یونټ په یوه روپۍ پرېوځي خو له تېلو جوړه شوې بجلي نېږدې په ۴۰روپۍ پرېوځي. ښه به دا وي چې حکومت له اوبو ارزانه بجلي پیدا کړي او قیمت یې کم کړي.''

د پاکستان حکومت سږ کال په جنورۍ کې هم ویلي ول چې د انرژۍ د سپما یا بچت په موخه یې پرېکړه کړې چې بازارونه به د شپې پر اتو بجو او هوټلونه او د ودونو تالارونه به د شپې پر ۱۰ بجو تړل کېږي خو کاروباریانو د دې اقدام مخالفت کړی وو.

XS
SM
MD
LG