د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: تجارانو او کاروباریانو د بازارونو او هوټلونو وختي تړل رد کړل


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا تجاران، د کارخانو مالکان، کاروباریان او سرمایه لرونکي وايي، د حکومت هغه پلان ورته د منلو وړ نه دی چې ویلي یې دي، بازارونه، مارکیټونه، هوټلونه او د ودونو تالارونه به د شپې وختي بندېږي.

د پاکستان حکومت د انرژۍ د بچ کولو په موخه پرېکړه کړې چې مارکیټونه او بازارونه به د شپې په اتو بجو او هوټلونه او دودونو سالونونه به د شپې په لسو بجو تړل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې (چیمبر اف کامرس) مشرانو د جنورۍ په شپږمه له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، په یاده صوبه کې وار له مخه کاروبارونه خراب دي او د حکومت دا نوې لایحه به یې نور هم خراب کړي.

د یادې ټولنې مرستیال شاهد حسین له غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل: "د حکومت دا اقدام هېڅ فایده نه لري. دا پاکستان دی، څه یورپ او امریکا خو نه ده. دا پرېکړه زموږ له کلتور سره سمه نه ده. زه پخپله ماسختن مهال په نهو یا نهه نیمو بجو له دفتره چې وزګار شم نو د خپلو ماشومانو سره د سودا اخیستو لپاره له کوره ووځم او د کور سودا راواخلم."

نوموړی وايي، حکومت له پکار دي چې د بندیزونو په ځای د انرژۍ متبادلې زریعې ولټوي او خپل پیداواري ځواک سېوا کړي ځکه چې په ملک کې د قدرتي وسایلو هېڅ کمی نشته. حکومت له پکار دي چې د اوبو نوي ډیمونه جوړ کړي او د رڼا متبادلې سرچینې ولټوي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې (چیمبر اف کامرس) یو بل غړی غضنفر بلور وايي، پاکستان یواځې مرکز یا پنجاب نه دی، حکومت چې هره پرېکړه کوي، پکار ده چې له ټولو صوبو سره یې په مشاورت باندې وکړي.

نوموړی وايي: "دلته صنعتونه لا له مخکې نه د تباهۍ په لوري روان دي نو په داسې کې که حکومت پر کاروبار نور بندیزونه هم ولګول نو ملک به د تباهۍ په لوري بوځي. دا زموږ ملک دی، الله دې نه کړي چې داسې وشي خو دومره وایم چې دوی غلطه پرېکړه کړې ده. حکومت له پکار دي چې څلور واړه صوبې په مشاورت کې واخلي او یوه پرېکړه دې وکړي."

خو بل پلو د پاکستان یو وفاقي وزیر خواجه محمد اصف د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۲مه ویلي ول چې دوی دا ګام په ملک کې د انرژۍ د بچ کولو او پر مالي بحران د قابو موندلو په موخه پورته کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ کې حکومت هم ویلي چې د مرکز یاده پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده. دوی ویلي، له پرېکړې کولو وړاندې مرکزي حکومت هغوی په اعتماد کې نه دي اخیستي.

XS
SM
MD
LG