د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرشتې پېښه دې وپلټل شي: عمران خان


د فرشتې مړی په اسلام اباد کې خاورو ته وسپارل شو. ۲۰۱۹ ز کال، ۲۲م مې
د فرشتې مړی په اسلام اباد کې خاورو ته وسپارل شو. ۲۰۱۹ ز کال، ۲۲م مې

د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې د مومندو د یوې لس کلنې نجلۍ فرشتې مومند د وژنې په اړه د اسلام اباد له پولیسو وضاحت غوښتی دی.

عمران خان د مې پر ۲۲مه پر دې خپګان ښودلی چې ولې لاهم د فرشتې مومند اېف ای ار ځنډونکی پولیس افسر نه دی نیول شوی.

دا خبر د مې پر ۲۲مه د پاکستان د وزیراعظم له دفتر په خپاره شوي یو بیان کې ورکړل شوی دی.

بیان کاږی چې وزیراعظم عمران خان ته په وړاندې شوي رپوټ کې ټوله کیسه هم هغسې لیکل شوې ده لکه څنګه چې یې د فرشتې مومند کورنۍ بیانوي.

هغوی وايي، د مې پر ۱۵مه یې پولیسو ته ویلي ول چې لور یې ورکه شوې ده خو پولیسو یې اېف ای ار تر څلور ورځو وروسته د مې پر ۱۹مه درج کړی وو او د مې پر ۲۰مه د هغې مړی وموندل شو.

په بیان کې ویل شوي چې پولیسو نه یوازې د فرشتې د کورنۍ له غړیو سره ناوړه چلند کړی بلکې په تاڼه کې یې صفايي هم ورباندې کوله.

په دې بیان کې راغلي چې وزیر اعظم ته په وړاندې شوي رپوټ کې دا هم لیکل شوي چې د فرشتې مومند په پوسټ مارټم کې هم د روغتون چارواکیو ځنډ کړی وو.

عمران خان د رپوټ تر کتلو وروسته امر کړی دی چې د یادې تاڼې د پولیسو د ایس ایچ او نورو اړوندو چارواکو پرضد باید مقدمه درج شي، اېس ډي پي او دې معطله شي او د هغه پرځای دې اېس پي دنده سمبال کړي او د محکمې په کچه دې پلټنې پیل شي.

عمران خان دا د نظام ناکامي بللې چې څنګه پولیسو د ورکې فرشتې مومند د رپوټ درجولو لپاره په ورغلیو کسانو خپل دفتر صفا کولی.

وزیراعظم عمران خان دا امر هم کړی دی چې هره ورځ دې په دې اړه هغه ته تازه مالومات وړاندې کړل شي چې د فرشتې مومند د وژنې په مسله کې څه پرمختګ کېږي.

د فرشتې پلار د اسلام اباد کلیوالو سیمو اېس پي ته د چک شهزاد تاڼې د اېس اېچ او محمد عباس خلاف شکایت لیک استولی چې پکې نوموړي د اېس اېچ او په ګډون د دغه تاڼې پر ټولو اهلکارانو د ناغېړۍ/غفلت تور لګولی.

د اېس اېچ او محمد عباس خلاف د فرشتې د پلار شکایت لیک
د اېس اېچ او محمد عباس خلاف د فرشتې د پلار شکایت لیک

د مومندو د وژل شوې لس کلنې فرشتې پلار محمد نبي کاږي چې لور یې د مې پر ۱۵مه نېټه له کوره بهر لوبو ته وتلې وه او بیرته نه شوه راستنه نو دی او د کورنۍ نور غړي یې په لټون پسې ووتل خو و یې نه موندله. دی لیکي چې د هم هغې ورځې تر روژه ماتې پس د چک شهزاد تاڼې ته د خپلې لور فرشتې د ورکېدو رپوټ درجولو ته ولاړو خو د ده په لیکنه د تاڼې اېس اېچ او محمد عباس له دوی سره ناوړه چلند وکړ او ان دا به یې ویل، ''چې لور به دې کېدای شي له خپل اشنا/یار سره تښتېدلې وي.''

د فرشتې پلار په دغه شکایت لیک کې کاږي چې اېس اېچ او محمد عباس ان په ده او ده په زوی د تاڼې صفایانې هم کولې. محمد نبي کاږي د تاڼې له اهلکارانو چې مایوسه شو نو یې د مومندو مشران وربلل او هغوی هم تاڼې ته ورسره ولاړل او اېس اېچ او ته دړکه ورکړه که د فرشتې رپوټ و نه کښلی نو د اسلام اباد های کورټ ته به د ده خلاف شکایت یوسي. د همدې دړکې پس هغه په زړه نا زړه حالت کې د ده د لور ورکېدو پرچۍ وکښله.

د فرشتې ورکېدلو، له هغې سره جنسي تېري او بیا وژلو په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو ولسي قهر راپارولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو دوه استازي علي وزیر او محسن داوړ هم د فرشتې پلار ته ورغلي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې د انصاف ترلاسه کېدو به ورسره مله وي.

د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو لس کلنې ماشومې فرشتې مړی د مې پر ۲۱مه ماښام مهاله له هغه وروسته خاورو ته وسپارل شو چې حکومتي استازیو یې غوښتنې ومنلې، سرکاري استازي ځکه د فرشتې کورنۍ ته د جوړجاړي لپاره ورغلل چې قهرېدلیو مظاهره چیانو لارې تړلې وې او د وژل شوې لس کلنې ماشومې د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوله.

د اسلام اباد پوليسو یوه مشر وقار الدين سيد د شهزاد ټاون تاڼې اېس اېچ او له دندې ګوښه کړی او د هغه په باب یې د پلټنو حکم کړی دی. د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر د وژل شوې ماشومې فرشتې د کورنۍ له غړیو سره تر لیدو پس رسنيو ته ويلي دي چې د اغېزمنې کورنۍ ټولو اندېښنې ته به ځواب وايي او د پېښې به په هره کچه پلټنې ګروږنې کوي.

د فرشتې پلار محمد نبي
د فرشتې پلار محمد نبي

د ذکر ده چې د فرشتې پلار دا تور پورې کاوه چې د مې پر پنځلسمه چې یې کله د لور د ورکېدو اېف ای ار درجولو لپاره تاڼې ته ورغلل نو پوليسو ورسره همکاري ونکړه خو د مې پر نولسمه پوليسو د ځينو سياستوالانو، وکيلانو او خبریالانو د هڅو وروستو ورله اېف ای ار درج کړ.

XS
SM
MD
LG