د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیس وايي، هغه مفتي يې نيولی چې ورباندې د "جنسي تېري" تور دی


په کراچۍ کې د مدني ټولنې یوې فعالې د جنسي تېري پېښو پر ضد د احتجاج پر مهال بینر نيولی دی- انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې د مدني ټولنې یوې فعالې د جنسي تېري پېښو پر ضد د احتجاج پر مهال بینر نيولی دی- انځور له ارشیفه

د پنجاب د پولیسو مشر ویلي، هغه دیني عالم یې نیولی چې په وروستیو کې یې پر ټولنیزو شبکو پر یوه شاګرد د جنسي تېري ویډیو خپره شوې وه.

انعام غني د جون پر ۲۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې له مفتي عزیز الرحمانه به "پوښتې کوي، په ساینسي ډول" به د پېښې "پلټنې کوي" او بیا به ورباندې په عدالت کې مقدمه چلوي.

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو په وروستيو کې يوه ويډيو خپره شوه چې پکې يو زده کوونکی وايي، دا ويډيو يې د دې لپاره جوړه کړې چې وښيي چې استاد ورباندې "جنسي تېری" کوي.

بل خوا په لاهور کې شیخ الحديث او مفتي عزير الرحمان دا مني چې له خپل يو زده کوونکي سره يې د "بدفعلۍ" ويډيو ریښتيا ده خو نوموړی وايي چې هغه وخت دی په هوش کې نه وو ځکه چې د ده په وینا، چا ورته په چای کې نشه يي مواد اچولي ول. "زه حلفيه وايم چې ما په هوش او حواس کې داسې هېڅ فعل نه دی کړی."

مفتي عزيز الرحمان د جون پر ۱۶مه يو ويډيويي پیغام کې پر قران پاک لاس کښېښود او و یې ویل چې له زده کونکي سره د ده د "جنسي عمل" ويډيو د دې لپاره جوړه شوې چې دی "بدنامه" او د مدرسې له وظیفې لیرې شي.

مفتي عزير الرحمان دا مني چې له خپل يو زده کوونکي سره يې د "بدفعلۍ" ويډيو ریښتيا ده خو نوموړی وايي چې هغه وخت دی په هوش کې نه وو

په ويډیو کې د "جنسي" عمل ښکار هلک، چې د خبریالۍ د اصولو له مخې يې نوم نشو ورکولای، تور پورې کوي چې له تېرو څو کلونو راهيسې ورسره مفتي عزير الرحمان جنسي اړيکې لرلې.

ويډیو خپله دې هلک جوړه کړې او خپره کړې ده او د ده په ادعا، ځکه يې جوړه کړې چې د مدرسې انتظاميې او نورو چارواکو یې په خبره باور نه کاوه.

د جون پر درېیمه نېټه د لاهور منظور الاسلاميه مدرسې چارواکو د هم دې تور پر اساس مفتي عزيزالرحمان له دندې ګوښه کړ. د هغه د ليرې کولو سند معتصم اسد الله فاروق جاري کړی چې پکې ويل شوي چې د سيمې ځينو اوسېدونکو د "جنسي تېري" ويډيو ورښکاره کړه او ورڅخه يې وغوښتل چې مفتي عزير الرحمان دې ګوښه کړي.

د جنسي ځورونې ښکار زده کوونکي د جون پر ۱۷مه د لاهور په نارت کېنټ تاڼه کې مقدمه درج کړې چې پکې يې ويلي چې هغه په ۲۰۱۳ز کال کې په جامعه منظور الاسلاميه کې داخله اخيستې وه. هغه وايي چې د مدرسې پخواني استاد مفتي عزير الرحمان پر ده تور پورې کړ چې په امتحانونو کې يې د ځان پر ځای بل څوک کښېنولی نو هم پر دې اساس تر درو کلونو پورې یې د وفاق المدارس په امتحانونو کې پر ناستې بنديز ولګېد.

په مقدمه کې دا هلک تور پورې کوي چې مفتي عزيز الرحمان ورته وويل، که ورسره "جنسي اړيکې" جوړې کړي نو کېدای شي ورباندې د امتحان نه ورکولو بنديز ختم شي. د ده په ادعا، ورسره له جنسي اړیکو جوړولو پرته بله لار نه وه.

په پاکستان کې د مدرسو د انتظامي چارو سمبالوونکې ادارې وفاق المدارس العربيه مفتي عزيز الرحمان ته په لېږدولې حکمنامه کې، چې مشال رېډيو تر لاسه کړې، ويل شوي چې سږ کال د جون پر ۱۰ مه يې نوموړی له مسووليته ليرې کړی دی. خو د وفاق المدارس د مشر مولانا داکتر عبدالرزاق سکندر يو وياند مولانا سجاد سليم دا هم وايي چې د مفتي عزيرالرحمان ويډيو شاوخوا یو نیم کال پخوانۍ ده او دوی هم هغه وخت دغه مسله حل کړې وه. البته نوموړي د مسلې حلولو د څرنګوالي په اړه له جزیياتو ورکولو ډډه وکړه.

سجاد سليم د جون پر ۱۷مه مشال رېډيو ته وويل دا لومړی وار نه دی چې په مدرسو کې د جنسي ځورونې پېښه شوې ده خو د ده په ادعا، دې پېښې ته پر ټولنيزو شبکو "ځکه هوا ورکړل شوې ده" چې د جون پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د وفاق المدارس د مشرانو د ټاکلو په اړه کېدونکې غونډه ګډه وډه شي. "داسې مسلې ډېرې راځي خو بيا چې هلته (مدرسو) کې کوم اراکين وي نو هغوی يې حلوي. هرې معاملې ته دومره هوا نه ورکول کېږي خو د دې غونډې پر مهال د دې مسلې دومره په زور راپورته کولو هدف دا غونډه ناکامول ول."

په کار ده چې د مدرسو زده کوونکي په يوه کمره کې یو ځای ويده نه شي او د عمرونو په لحاظ ورته کوټې جوړې شي
ډاکتر قبله ایاز

په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي ځورونو پر موضوع کارکوونکي ناحکومتي سازمان "ساحل" په خپل کلني رپورټ کې لیکلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد ټولې ۲،۹۶۰ پېښې ثبت شوې چې ۴۲ يې يوازې په جوماتونو او مدرسو کې شوې دي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، په مدرسو کې د جنسي ځورونو مخنيوی لپاره ضروري ده چې د مدرسو استادانو ته اخلاقي او نفسياتي تربيه ورکړل شي او په نصاب کې يې داسې اصلاحات وشي چې په زده کوونکو کې تنقيدي سوچ او د پوښتنې کولو صلاحيت پیدا شي.

نوموړی وايي، د مدرسو نصاب باید عصري شي. د ده په خبره، په کار ده چې د مدرسو زده کوونکي په يوه کمره کې یو ځای ويده نه شي او د عمرونو په لحاظ ورته کوټې جوړې شي. "فرض کړه په جومات کې مدرسه ده نو په کار ده چې هلته اضافي کمرې جوړې شي. دا يوه غټه مسله ده او يقيناً حل کول غواړي."

په دې اړه مشال راډیو د وفاق المدارس مشر داکتر عبدالرزاق سکندر، مرستيال مشر مولانا محمد حنيف جالندري او نورو اړونده چارواکو ته څو ځلې ټېلېفون وکړ خو هغوی پورته نه کړ.

XS
SM
MD
LG