د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي که ايران "معامله" ونکړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا "سخت" وي

ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷مه په مېريلينډ کې پوځي هوايي اډې ته د رسېدو پر مهال لاس پورته کړی دی.
ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷مه په مېريلينډ کې پوځي هوايي اډې ته د رسېدو پر مهال لاس پورته کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی دی چې که هغوی "معامله" ونکړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا "سخت" وي.

ټرمپ د جنورۍ پر ۲۸مه پر خپله ټولينزه شبکه "ټروت سوشل" ليکلې چې یو ستر بحري ځواک د ایران پر لور روان دی، چې مشري یې د الوتکو وړونکې جګړه ‌ییزه بحري بېړۍ کوي.

د ټرمپ په وینا، دا ځواک تر هغه بیړني ځواک هم لوی او پیاوړی دی چې وینزویلا ته [د هغه هېواد د ولسمشر نيکولاس مادورو د نيولو لپاره] استول شوی وو.

ټرمپ لیکلي"دا بيړنی ځواک چمتو، پرعزم او د دې وړتیا لري چې خپل ماموریت په چټکۍ سره ترسره کړي، او که اړتیا شوه نو د ځواک کارول هم ممکن دي."

ولسمشر په خپل پیغام کې دا هم لیکلي دي چې هیله لري ایران به ژر تر ژره د خبرو مېز ته کښېني او داسې عادلانه تړون به وکړي چې "هېڅ اټومي وسلې پکې نه وي."

د هغه په وینا، وخت کم دی او پرېکړه باید ژر وشي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ولسمشر ټرمپ د تازه څرګندونو په ځواب کې د جنورۍ پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه ليکلې دي چې د دوی ځواکونه پر هېواد د هر ډول برید په صورت کې د "سمدستي او پیاوړي غبرګون" لپاره چمتو دي.

اخوا د ټرمپ لخوا ايران ته د خبرداري په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي هم د جنورۍ پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټويټر) بیان خپور کړی دی.

نوموړي ويلي دي چې ایران د "متقابل درناوي" او "شريکو ګټو" پر بنسټ د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو که پر ایران فشار واچول شي نو داسي ځواب به ورکړي چې مثال یې "نه وي لیدل شوی."

هغه زياته کړه چې امریکا په تېرو وختونو کې په افغانستان او عراق کې د جګړو پر مهال لوی تېروتنې کړې دي چې له اووه ټرېليونه (کربه) ډالرو زيات لګښت ورباندې راغلی او له ۷،۰۰۰ زیات امریکایان پکې ووژل شول.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۲۶مه ډانلډ ټرمپ ويلي وو چې د ايران چارواکو ورته څو ځلې ټېلېفونونه کړي او غواړي چې یوه معامله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۶،۰۰۰ د زياتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.

XS
SM
MD
LG